تاند- د خیالي ښوونځیو، خیالي ښوونکو، خیالي پولیسو خبرونه زیات خپاره شوي خو اوس تازه څرګنده شوه چې په یوه ولایت کې خیالي مامورین هم شته.
د تحقیقي خبریالۍ مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د هغو اسنادو او معلوماتو پر اساس چې دوی لاس ته راوړي، د فراه ولایت په ۵۷۶۸ ملکي کارکوونکو کې ۲۲۲ یې اصلاً نشته او ۵۰۰ نور د دې ولایت په ولسوالیو کې، بې له دې چې کار ته لاړ شي، د ولایت له مرکزه میاشتنۍ تنخواه اخلي.
د تحقیقي خبریالۍ مرکز وايي چې په دې اړه اسناد یې له رسمي سرچینو څخه ترلاسه کړي دي.
د دې مرکز له راپور سره سم، په یادو خیالي کارکوونکو کې تر ۸۵ سلنې زیات یې د پوهنې له وزارت سره تړاو لري.
پاتې ۱۵ سلنه د نورو ریاستونو مامورین دي.
په فراه ولایت کې د دولتي کارکوونکو د میاشتې د معاش متوسط څه باندې ۵۰ ملیون افغانیو ته رسېږي چې د هیواد له عادي ملي بودجې څخه ورکول کېږي.
راپور وايي، که څه هم تراوسه څرګنده نه ده چې له دې ۵۰ ملیون افغانیو هره میاشت د خیالي مامورینو او کارکوونکو په نوم څومره پیسې وهل کېږي خو اټکل کېږي چې د میاشتې به یو نیم ملیون افغانۍ د غلو چارواکو جېب ته لوېږي خو دا په داسې حال کې ده چې د فراه هیڅ چارواکی غلا نه مني مګر دا مني چې د خیالي مامورینو او ښوونکو د معاش په غلا کې له عادي ماموریه رانیولې، تر مدیر، ولسوال او د ولایتي شورا تر غړیو پورې ټول شریک دي.
له رسمي احصاییې سره سم د فراه د ۸ ولسوالیو په ۳۰۰ ښوونځیو کې تر زرو ډېر ښوونکي، مدیران، سرښوونکي، تحویلداران او ملازمان یا چپړاسیان مقرر دي خو د تحقیقي خبریالۍ مرکز وايي په ۸ ولسوالیو کې ۱۹۴ ښوونکي او نور خیالي دي.
د فراه د پوهنې ریاست د خیالي ښوونکو ادعا نه مني خو وايي چې په ځینو ولسوالیو کې ۳۲ ښوونځي بند دي او له کبله یې لږترلږه ۴ زره هلکان او نجونې له درسه بې برخې شوي دي.
په همدې حال کې د فراه د ولایتي شورا ځینې غړي او یو شمېر مدني فعالان وايي چې د دې څو برابره زیات ښوونځي بند دي.
د خاک سفید ولسوالۍ یوه اوسېدونکي ضیاالدین نوري وايي چې له څو کلونو راهیسې په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی فعال نه دی خو خیالي ښوونکو ته یې هره میاشت معاش حواله کېږي.