د ثور پینځمه؛ په افغانستان کې د مطبوعاتو د ورځې په مناسبت:
لنډیز (Abstract)
مطبوعات، د اذهانو تنویر، فکري توليد، د هنرمندانو ایجادات، نوښتګر تخلیقات او د پوهانو او استادانو علمي آثار یا د پوهې صنعت هغه ارزښتمن آثار دي چې هغه له ذهني حالت څخه عيني حالت ته رااوښتی وي. دپوهنتونونو، څیړنیزو واحدونو، علمی مراکزواو دلابراتوارونو اختراعات او کشفیات اوصنعت هغه بشریت ته ګټور ، ابتکاري او خپل ارزښت لرونکي ملکیتونه دي چې د قانوني حمايې وړ او د آزادی په لرلو سره را منځته کیږي. دغه ډول آثار د تفکر او نوښت محصول وی.د هنرمندانو بکر ایجادیات او نوښتګرانه علمی تخلیقی صنعت ، فکري تولید او پوهنیز آثار د اوږدې مودې خلاقانه تفکر ، تجربې او څېړنې په پایله کې د استقلالیت د لرلو په شرط ټولنې ته د معنوي ارزښتونو په توګه وړاندې کيږي . معمولاً دغه آثار او صنعت دوه ډولونه لري چې يو يې علمي، هنري او ادبي آثار دي چې د کتاب ، مقالې ، رسالې ، شعر او نورو په شکل عرضه کيږي او بل يې صنعتي او تجارتي ملکيتونه دي لکه فرمولونه ، لابراتوار ، تجربوي فارم، طرح او موډلونه . علمي – فکری او اکاډميک استقلاليت ذهنی مشغولا، تجربی اومتفکرانه ریاضت ته دا هڅوونکی زمینه برابروي چې دغه ډول ابداعات، اختراعات، تأليفات او معنوي ارزشونه لازیات کړي او پراختیا ورکړي. د دې ټولو په رامنځته کولو کې تفکر او نوښت یا خلاقانه هڅی لومړنی شرط بلل کېږی.
سریزه (Introduction)
له نیکه مرغه له اتلسو کلونو را هیسې په هیوادکې مطبوعاتو، دچاپ صنعت، د مجلو او اخبارونونشر او د درسی کتابونو خپرولو ته توجه شوې ده. دا سمه ده چې یوشمیر چاپي آثار مو معیاری نه وو ، یو شمیر نور دتعصب او افتراق په مرض اخته وو، خو بالعموم دتیرو ۱۸کلونو نشراتو زموږ دځوان نسل اذهان تر ډیره روښانه کړل. د دغو کلونو په مطبوعاتو کې له وطن سره مینه، ملی یووالی ته پاملرنه او اخلاقی جوهر او د عالی انسانی سجایاوو روزنې ته کمه توجه وشوه، خو خبرتیایی اړخ یې قوی و. له بلې خوا د دغو مطبوعاتو له برکته ځوانان د نړۍ له نویو پرمختګونو څخه خبر شول. له دې سره یو ځای ځوانان وهڅیدل او ګوتې یې قلم ته وروړئ، لیکلو ته یې پام وکړ اوعلمی هڅی ګړندۍ شوی دی. یو شمیر نوښتګر ځوانان په انترنیتی پاڼو، چاپی رسنیو، رادیوګانو او نورو عامه رسنیو کې نوی فکرونه بیانوی ، چې په هیواد کې د ویښتیا او مثبت بدلون نښه بلل کېدای شی.د دوی په هڅو او هاند مدنی خوځښت ګړندی شو . په دی لړ کې ګڼ شمېر کنفرانسونه او سیمینارونه دایر شول او خپرونی را میدان ته شوی، چې په هغو کې با تجربه استادانو ډيرې غوره مقالې درلودلې . یوه موضوع چې د خلاقیت او نوی فکر لپاره ضروري ده هغه د تفکر استقلاليت او دکیفیت ښه والی دی . دغه استقلالیت باید له تشکیلاتي پلوه ، له مادي پلوه او له علمي پلوه موجود وي . په ټولنو کې استقلالیت د هغوی د صنعت ، پوهې او معنوي شتمني د ودې ، غنا او کیفي بهبود لامل کيږي . له بلی خوا باید دغه نوښتونه، فکری تولید او نظریات په ټولنه کې خپاره شی. ددی تر څنګ به ډیره غوره وی چې کشفیاتو، اختراعاتو، فکری تولید، هنری ایجادیاتو او تخلیق ته مادی او معنوی هڅونه او مادی ملاتړ موجود وی. ددی ډول نویو فکرونو په پراخه کچه خپریدل او هڅول او د هغو مادی او معنوی ملاتړ په ټولنه کې د ترقی، کیفی او کمی تحول او فرهنګی تعالی ستن او قوت دی. له نیکه دولت تیرو ۱۸ کلونو کې دغې موخې ته لار هواره کړې وه، خو د دې بالمقابل مغرضو ګاونډیو پرله پسې، په تیره بیا له پنځو کلونو را دی خوا خپل ټول زور وواهه چې ښوونځي وسوځوي، ځوانان له تعلیم څخه محروم، تیاره او خرافات خپاره او د جنګ لمبې نورې هم پراخه کړي. نیابتی جګړه مارانو او د هغوی ملاتړو دافغانستان داسلامی جمهوریت د ولسمشر د سولې هڅو ته راز راز ستونزې پیدا کړی، د افغانستان دراتلونکې لپاره یی ددولت ډیرې عالی برنامی له خنډونو سره مخامخ کړې، خو ولسمشر د خپلې پیاوړی حوصلې او اکاډمیک عالی او لوړ ظرفیت له مخې ځوانانو ته جرات ورکړ، دوی ته یې موقع برابره کړه او د دوی طرحو ته یې غوږ ونیو، اوس دا دی ځوان کول د هیواد د راتلونکې لپاره خپل عالی افکار بیانوی . موږ هییله لرو چې زموږ ځوانان د فکری مالکیت لرونکی شي او د ثور له پنځمې وروسته د مطبوعاتو د ورځې په ویاړ په دغې موضوع فکر او بشپړه یوه اونې ور باندې بحث وکړو.
ډیر پخوا د فکري او علمي – فرهنګي آثارو خپرول ډیر محدود و او پخوا وختونو کې د هغو ایجادوونکو او مؤلفینو له خپلو آثارو څخه د کومې مادي ګټې هيله نه لرله . په هغو وختونو کې د هغو کوم قانوني ملاتړ هم نه و موجود او چا د Intellectual propertyیعنې معنوي شتمني او Intellectual property rightsپه نوم څه نه پيژندل، خو نن ورځ د هغو قانوني ملاتړ کيږي او دا ټول د اکاډميکو مقرراتو ، لوایحو او طرزالعملونو په اساس رامنځته شوي دي، بازار لري ، مالکیت (مال) ګڼل کيږي ، لږ وخت کې نورو هېوادونو ته خپريږي او د بشریت په خدمت کې واقع کېږي . په پرمختللو هېوادونو کې پوهنتونونه ، دځوانانوټولنی، مدنی بنسټونه ، څیړنيز مراکز، تحقیقاتی ستیشنونه او لابراتوارونه په بشپړ ډول موًلد دي، نو ځکه (Product) لري او آن دا چې دغو تولیداتو او محصولاتو د خپل تخصص کېدو له امله د خپل خاوند (پنځوونکی) د معیشت منبع جوړه کړې ده، نو ځکه ډيره ضروري ده چې مونږ هم بحث ورباندې وکړو .
فکري مالکيت
د متفکرو او تخصص لرونکو افرادو هغه ایجادیات ، د کار حاصل او تخلیقات دي چې د خپلې کسبي پوهې، څېړنې او خلاقانه تفکر په اثر يې رامنځته کړی وي، فکری مالکیت دی، چې دوه ډولونه لري :
الف) هنري ، علمي او ادبي آثار لکه کتاب ، مقالې ، رسالې شعر او نور.
ب ) صنعتي او تجارتي مالکيت لکه فرمولونه ، لابراتوار ، تجربوي فارم ، طرح موډلونه او نور.
ددغو فکری ملیکتونو خاوند د خپلو اثارو د ملکیت حق لری، چې دی ته ( copy right) ویل کېږی.
له دې امله چې دغه ډول پوهه او صنعت ته ضرورت دی او د بشري ژوند په ګټه دی ، نو ځکه يې مالک او ایجادګر ته یو شمېر حقوق ورکړل شوي دي لکه د طبع او نشر حق ، بل چاته يې د تفویض کولو حق او داسې نور ، نو له دې امله چې حق هغه اقتدار دی چې قانون يې وګړو ته وربښي نو ځکه يو څوک کولای شي چې ابداع او ایجاد وکړي ، دا ځکه چې علمي ازادی د حق اساسي رکن دی.
له دې امله د علمي ، ادبي ، هنري ، صنعتي او نورو ابداعاتو ایجاد د هغو د منل شویو اخلاقو په رعایت سره د بشري ټولنې په ګټه دی، نو ځکه ورته استقلالیت قایل شوی او ازادی يې هڅول کېږي.
په افغانستان کې د دی یوه ډیره غوره بیلګه دتیری لمریزی پیړۍ له څلویښتمو کلونو د شپیتمو کلونوتر پای پوری د نوی فکر دتشویقولو، د هنری او ادبی اثارو لپاره دجوایزو ورکول، د ځوانانو، روڼاندو، هنرمندانو اولیکوالو اوشاعرانو د ټولنو او انجمنونو جوړول وو.
باید یادونه وشي چې په نړیواله کچه له ۱۸۸۴ م . کال راهیسې د علمي آثارو د ملاتړ لپاره هڅې روانې او دهغو د استقلالیت پېژندنه د مدني ارزښتونو په توګه په پام کې نیول شوی ده . د بیلګې په توګه د برن کنوانسیون ، د استهکلم کنوانسیون او دپاریس کنوانسیون . البته د دغه حق او معنوي صنعت په هکله په ۱۸۹۶ م . کې په پاریس کې ، ۱۹۰۸ م کې په برلین کې ، په ۱۹۱۴ م بیا د سویس په برن ، په ۱۹۲۸ م کې په روم کې ، په ۱۹۴۸ م کې په بروکسل کې په ۱۹۶۷ م کې يو ځل بیا په استهکلم کې او په ۱۹۷۱ م کې په پاریس کې بیا ځلي ورباندې کتنې وشوې . وروسته بیا یونسکو هم دغه استقلالیت او معنوي حقوق ومنل او ملاتړ يې وکړ ، خو ډيره مهمه خبره د مادي اړخ په پرتله د هغو معنوي ارزښت دی. په یوه ټولنه کې هغه استعدادونه او کادرونه چې علمي – هنري او ادبي، صنعتي ، تجارتي ، طبي او نور ارزښتونه رامنځته کوي د Scientific Elitesیا علمي نخبګانو په نوم نومول شوي دي. دوی هغه بې تبعیضه د فکري خلاق ثمر لرونکی خلک دي چې د کار ، کسب ، سیاست او ادارې د نخبه ګانو په پرتله يې د خدمت او فعالیت ارزښت اوچت دی او معمولاً د نوی فکر خپروونکی ګڼل کېږی، چې د دوی د تولید او خلاقیت آثار د ټولنو د نن او سبا ورځې په نیکمرغي کې ټاکونکی رول لري. په دی وروستیو کې موږ د اوږدی مودی جګړی له امله د دغه ډول نخبه ګانو له کمښت سره مخامخ شوی یو او یا هم دوی په کاري چاپېر یال کې له ستونزو سره مخامخ دي او که ډير لږ شته هم په لازم دریځ کې نه دي ، حال دا چې په نخبه سالاري Elitism کې د علم ، پوهې ، ادارې ، سیاست اقتصاد او نورو ګټورو برخو معنوي کادرونه او د نوی فکر لرونکی او مستعدودماغونو لرونکودريځ او چت وي . په نخبه سالارۍ نظامونو کې د دغې خلاقانه او علمي ځواک آزادي او حقوق ډير اوچت، خوندي او ډاډمن دی او استقلالیت یې تأمين دی . يونسکو د مؤلف او څيړونکی حق او آزادي څه د مربوطه هېواد د ملي حقونو له مخې او څه هم د نړیوالو کنوانسیونونو د پريکړو له مخې يو طبیعي حق او استقلالیت بولي چې دغه طبیعي حق مجازه او مشروع آزادي لري او مؤلف ، دانشمند او مخترع د هغه د امتیاز لرونکی کیږي چې قانون ورته ټاکلی دی. دغه امتیازات د نورو ساحاتو مثلاً د کارګر یا بل چا په پرتله توپير لري او هغه دا دی چې دوی د مادي او معنوي امتیاز حقونو له ترکیب څخه برخمن دي .
د مؤلف ، لیکوال او څيړونکي مالي حق يواځې د مؤلف د لګښتونو او زیار ګاللو جبران کول نه دي ، بلکې د علم ، پوهې او فرهنګ د لا زیاتې پرمختیا لپاره د لارې هوارول دي. چې دغه دریځ نور هم د آزادي او استقلالیت لرلو په معنا تعبیر کیږي . له بلې خوا د پوهانو له شخصیت سره د دوی تألیفات ټينګې اړیکې لري. د هغو روابطو د شتون له امله د دوی د کار حقوق یوه بله جداګانه بڼه غوره کوي ، دا ځکه چې پورته ذکر شوي اړيکې د دې مانع ګرځي چې د مؤلف او عالم د حقوقو په هکله مقررات د کار له حقوقو سره توپير لرونکي شي. د فرانسې د نامتو پروفیسور هانري دیبا په نظر دغه عامل هم د دې لامل کیږي چې دانشمند او عالم هم د خپل وخت، د خپل پوهنیز اثر او دخپلو ابداعاتو په هکله د آزادي احساس وکړي.
د استادانو، لیکوالو، مؤلفینو ، مخترعانو او د فرمولونو د استخراج کوونکو علمي آثار او پنځونې هغه وخت د قانوني حمایې او ملاتړ وړ ګرځي چې له له ذهني حالت څخه عیني حالت ته واوړي او ابتکاري اصیل او بشریت ته ګټور وي او دا ډول آثار د بیې لرونکي وي.
تصنیف، تألیف، ترجمه او تخلیص په ټولنه کې د پوهې د خپرولو او بشریت ته د معنوي خدمت مهم وسایل دي . همدارنګه اختراعات دبشریت د ژوند د ستونزو د حل لپاره د نویو لارو موندل دي . دا دتکنالوژي په برخه کې د پوهانو د مفکورې عملي لاره ده. دا د پرمختللو تکنیکي مفکورو له لارې د طبیعت د قانون تر استفادې لاندې راوستل دي چې په اختراع کې فني او تخنيکي اړخ مهم دی . په قوانینو کې د حق الاختراع تسجیل کېدل دي او د مخترع هڅونه او مالي ملاتړ په خپله د پوهنتونونو او علمي مرکزونو هڅونه ده تر څو دوی په آزادانه توګه په دې لاره کې لازیاتې هلې ځلې وکړي.
آیا د صنعت او پوهې بازار د کوم ډول استقلالیت پایله ده؟ د علمي صنعت، پوهنیزو او اکاډمیکو آزادیو ډول او فرهنګي او معنوي حقوقی آزادي په مدني آزادیو کې شمېرل کيږي ، چې دا په خپله او چت ارزښت لري چې د یوې دیموکراتیکې ټولنې د خوځنده ژوند يوه برخه ده . له نېکه مرغه د علمي او اکاډمیکو آثارو د رامنځته کېدو آزادي د رنسانس له دورې څخه راوروسته تقریباً په هر ډول سیاسي نظامونو کې وه ، آن دا چې تر ټولو دکتاتورو نظامونو چې هلته سیاسي آزادي ته اجازه نه وه ، هم ورته اجازه ورکړشو ی وه .دا شرط نه ده چې هر فکري تولید دې په بشپړه توګه نوی وي ، دا ځکه چې هر فکري تولید خامخا له پخوانیو علمي میراثونو سره تړاو لري ، یعنې نوښت پکې نسبي بڼه لري . موږ به دلته د دغی پراخی موضوع د نورو اړخونو په پرتله د نوی فکر او فکری تولید برخی باندی تمرکز وکړو:
فکري تولید دوه ځانګړتیاوې لري
۱. د خپل پنځګر ، مؤلف او خاوند له شخصیت سره تړلتیا لري ( یعنې د ونې یا بوټي د هغې مېوې په شان نه دی چې کله له ونې څخه را جلا شي ، بیا نو دخپل ښاخ او بوټي سره هيڅ رابطه ونلري ) . دغه آثار د خپل پنځوونکی د علمي شخصیت یو هېنداره ده .
۲. د فکري تولید ریښه معنوي ده ، اما د مستقل وجود بڼه غوره کوي ، یعنې دا د پوهانو او دانشمندانو د تفکر، تجربې او څېړنې هغه لاسته راوړنه ده چې په پای کې صوري بڼه مومي او په فزیکي تولید اوړي لکه کتاب ، تخنيکي وسایل ، درمل ، ماشین ، ډیزاینونه او نور . له فقهي پلوه دغه ډول محصولات او فکري تولیدات د مالیت بڼه لري او دعین او مال په توګه يې ګټه مشروع ده . په پرمختللو هېوادونو کې د اختراع ، علمي صنعت او معنوي ارزښتونو د ملاتړ قوانین شته او د آثارو د ثبت ، د کتابونو د چاپ او تکثیر او اختراع او د علایمو لپاره طرزالعملونه لري.
د بیلابیلو ټولنو او هیوادونو د صنعت او پوهې په پراختیا او د هېوادونو ترمنځ د هغو د تبادلې په برخه کې د یونسکو سازمان ځانګړی دريځ لري، دا نه یواځې پرمختللو هېوادو کې ، بلکې د آسیا ، افریقا او لاتیني امریکا د هېوادونو علمي مرکزونو ته يې هم پاملرنه کړی ده چې افغانستان يې په ۱۹۴۸ م کال کې غړيتوب ترلاسه کړی دی، علمي څيړنو ښودلې ده چې تر اوسه پورې په سلو کې ۹۵ د پوهې او صنعت بازار د نړۍ په سلو کې ۳۰ هېوادونو پورې اړه لري ، حال دا چې وروسته پاتي هېوادونه په دې برخه کې لږ ونډه لري. پرمختللي صنعتي هېوادونه لکه د امریکې متحده آیالات ، انګلستان ، روسیه ، جاپان ، او يو شمېر نور د خپلې ملي بودجې په سلو کې ۶۰ څخه زیاته برخه علمي څېړنې او دصنعت او پوهې تولید ته وقف کوي ، حال دا چې زمونږ په شان وروسته پاتي هېوادونه دې برخه کې له بشپړې بیوزلی سره مخامخ دي.
له نېکه مرغه مونږ اوسنی حالت کې، په دې برخه کې کوم سانسور او ممانعت سره نه یو مخامخ، اما باید صادقانه اعتراف وشي چې ځينې وخت د ذات البیني تضادونو، شخصي کينې او نورو لاملونو له کبله ځینی وخت مثبت نوی او رغنده فکر، مترقی طرحې او یا هم علمی مفید تصنیف ځینو ستونزو سره مخامخ کېږي او د تشویق پرځای خنډونه ورته جوړيږي. حال دا چې دا ډول عمل زموږ په نوی فکر او معنوی تولیدی پروسه باندی بده اغېزه کوي.
نتیجه:
فکري او علمي ایجادیات د ټولنې د نیکمرغې او دیوه ملت معنوي غنا ښکاره کوي. نوی فکر له تیارو او ناپوهی، تعصب، افراطیت، تاو- تریخوالی ، فتالیزم او تحجر سره نه پخلا کېدونکی، خو د انسانیت په خدمت کې دی او د ټولنی د ترقی او تعالی متضمن دی. د نن ورځې اقتصادي ، اجتماعي ترقیات په علمي ډګر کې د استقلالیت او د هغو د هڅونې له امله دي. له نېکه مرغه مونږ دغه مسئله اوس د خپل کار په اجنډا شامله کړې ده. د نوی فکر نوی پیل شوی هڅی او د ویښتابه د پړاو یو شمیر نښی چې نوی را څرګندی شوی دی، ددی ادعا ثابتوونکی دی.
وړاندیزونه:
۱. لکه چې وویل شول مونږ ټولنیزی ترقی او پرمختګ ته اړتیا، باید د صنعت او پوهې د بازار لپاره خپل وخت او انرژي وقف کړو له بلې خوا تمه کيږي چې د ورځنی فعالیت ترڅنګ باید يوه کافي اندازه وخت د دې موخې لپاره وټاکل شي .
۲. د علم سالاری د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې زمونږ وجیبه ده .
۳. د معنوی ایجادیاتو او د علم او پوهی د صنعت امتیازات د کار له نورو برخو سره توپير لري ، نباید له دغه امتیاز څخه ناوړه استفاده وشي، د دی پرځای د نوښتګر تفکر تخویف، تهدید، د هغه د انرژی او وخت تحدید او داسی نور منفی علایم باید محو شی.
۴. مونږ په دې برخه کې ډير غوره تجارب او تجربه لرونکی استادان لرو دځوانانو ته پکار ده چې د هغو درناوی وکړي او دهعوی له تجاربو ګټه واخلی او خپل تجارب روباندی بډای کړي .
۵. د مثبت، رغوونکی، خلاق او د انسان په خدمت کې دنوی فکر هڅونه د ی د اړونده مراجعو لومړی مسولیت وګڼل شی.
۶. ډیره ضروری ده چې منحرف، ملی وفاق ته زیان اړوونکی، دپردیو د ګټو ساتونکی او مبتذل نشرات اومطبوعات ډیر ژر اصلاح او مخنیوی یې وکړ،
۷.دکاپی رایت د حق درناوی دی وشی، د تقلید مخنیوی او د نوښت هڅونه، نوی فکر ته لاره هواروی، دې ټکی ته د ټولو پاملرنه حتمی ده.
۸.ځوانان باید مطبوعاتو کې ګډون او مطالعی ته وهڅول شی.
۹.دمطبوعاتو پلوشې باید له ښارونو څخه تر کلیو پورې خپرې شی او کلیوالی لرې پرتې سیمې د مطبوعاتو په مرسته د جګړه مارو، تیاره افکارو، جهالت او نفاق له وحشت څخه وژغورل شي.