تاند- ملګروملتو په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلو په اړه په تازه راپور کې ویلي چې د افغان او امریکايي پوځیانو له لوري د ملکي مرګ ژوبلو شمېر زیات شوی دی.
په دې راپور کې، چې په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما نن /چهارشنبه/ خپور کړ، راغلي چې د افغان او امریکايي پوځیانو له لوري ډېری ملکیان په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې په انتحاري بریدونو کې ۷۶ سلنه کموالی راغلی دی.
د شنبې په ورځ د مخابراتو پر وزارت له انتحاري حملې وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا په تېرو دریو میاشتو کې په پلازمېنه کابل کې لومړنۍ ډله ییزه انتحاري حمله وه.
یوناما په خپل راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې دولت پلوه ځواکونو ۲۰۵ تنه ملکیان وژلي دي خو طالبانو بیا د ۲۲۷ ملکیانو د وژلو مسوولیت لري.
د یوناما راپور وايي چې په مجموع کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د ملکي افغانانو مرګ ژوبلې کمې شوي دي.
د ۲۰۱۹ کال د جنورۍ له لومړۍ د مارچ تر ۳۱ پورې په افغانستان کې د یوناما د راپور په اساس ۵۸۱ کسان وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان دي. د ۲۰۱۸ کال په همدې موده کې بیا ۷۹۹ کسان وژل شوي وو او ۱۵۰۶ تنه هم ټپيان و.
یوناما په افغانستان کې د ملکي تلفاتو په اړه په خپل درې میاشتني راپور کې دا هم ویلي چې په مجموع کې د پخوا په پرتله د ملکیانو مرګ ژوبلې کمې وې او دلیل یې ښايي دا وي چې هوا سړه وه او انتحاري بریدونه لږ شوي دي.
دا اداره وايي چې په تېرو دریو میاشتو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په هوايي بریدونو کې اوښتې ده.
د یونانا د کالني راپور له مخې، په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې تر ۳۸۰۰ زیات ملکیان وژل شوي او تر ۷ زره ډېر نور ژوبل شوي وو.