دوهمه برخه

موټر لاهم ګړندی ګړندی روان دی. او دغزني له دروازې څخه تیر شوو. او په دې توګه د میدان وردګ ولایت ته ننوتلو.
د معلوماتو له مخې د میدان وردګ ولایت په ۱۳۴۳ کال کې د د ریم درجه ولایت په توګه دافغانستان په ادارې واحدونو کې را څرګند شوی دی. له خیتځه لوري له لوګر او کابل، لویدیځي خواته يي بامیان، سهیل او سهیل لویدیځ ته يې غزني ، شمال غرب ته يي هم بامیان او مرکز يي میدان ښار دی. چې له پلازمېنې کابل سره ۳۵ کیلو متره واټن لري، ددغه ولایت  شمال لوری ته يي د پروان له ولایت سره ګډه پله لري. ویل کیږي چې ټول ټال مساحت يي هم (۱۰۹۱۲) کیلو متره مربع ته رسیږي. په  پسرلې ا و اوړي يي هوا معتدله خو په ژمي او مني کې يي هوا خورا سړه وي. دکابل – کندهار لویه لاره هم ددغه ولایت په څو ولسوالیو کې تیره شوه ده. دنفوسو شمیر يي هم د یوه میلیون په شاوخوا کې اټکل شوی دی. چې زیاتره يي پښتانه دي. خو هزاره توکمي هم په ژوند کوي. میدان وردګ شاوخوا  اته ولسوالیوي لري. چې نومونه يي په دې ډول دي. ۱ سید اباد ۲ جغتو ۳ چک۴ دایمیراد(جلګه)  ۵ نرخ ۶ جلریز  ۷ لومړی بهسود ۸  دوهم بهسود

 په دغه ولایت ۴۷ ملکي او پوځي ادارې فعالي دی. دپوهنې کچه هم په کې په ښه ډول روانه ده. خو په ځینو ولسوالیویو کې بیا دنجونو دښوونځیو خونده ښه نه ده..
دیادولو ده چې د میدان وردګ ولایت زیاتره وګړي د کرني او مالداري په چارو بوخت دی.  زیاتره کرنیز پیدا وار يي غنم، وربشي، کچالو، پیاز او … دي خو په دغه ولایت کې مڼې په پراخه کچه دود شوي دي. دجورس، مارلینک او بیروتی مڼي  يي ډیرې مشهورې دي.ویل: چې په دود ولو کې کې د کرني پخواني وزیر مرحوم عبدالوکیل زیاته ونډه لرله. له دې ور هاخوا ددغه ولایت زردالو، ګیلاس، شفتالو، بادام او چارمغز هم  له ښه شهرته برخمن دي. چې د مڼو ترڅنګ بهرنیو هیوادونو ته هم وړل کیږي.

 د میدان وردګو ولایت څو د اوبو بندونه هم لري چې د څو نومونه يي .: ۱ – د گنده قول بند ( جغتو ) ۲ – د چک بند ( چک  ) ۳ – ۳ بند گردن مسجد ( چک) ۴ – د باغک بند (دره شنيز سيدآباد) ۵ – د اقچه بند ( نرخ ) ۶ – د سنگلاخ بند ( جلريز) ۷ – بند سرخ آباد (  مرکزیبهسود

د لاسي صنایعو په برخه کې هم ددغه ولایت وګړي پراخ لاس لري.دوئ ټغرونه، جاکټونه، لاس ماغو، جوراپي اوبدلې کیږي. زموږ په کلیوالو سیمو کې به هم د وردګو ګڼ شمیر ځوانانو په کڼي باندې ټغرونه اوبدل. دوئ به تر مودو مودو هالته پاته کیدل. زما ښه یاد شي.  د دغه ولایت دوو ځوانانو او یوه د پاخه عمر خاوند کلونه وړاندې زموږ په باغچه کې يي هم موږ ته ټغرونه اوبدل، د کار په مهال به يي دا سندره هم ورسره ویله
جام را واخله، جام راواخله
وا، د هلک مورې د زرو جام را واخله

 په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۲ ډول ډول کانونه شتون لري .دا کانونه تر اوسه پوري تثبیت شوي دي. دنورو د موندولو شتون هم شته. په دغه ولایت کې تاریخي سیمې هم کمې نه دي. تر اوسه پوري يي د معلوماتو له مخې اتلس تاریخي سیمي ثبت شوي دي.

د گنبدشاه و جغتايى کورنۍ ( مرکز د کانغرت کلی )، دالغتا تاریخي ښارګوټی ( نرخ ) دخواجه بلند ولى تپه ( نرخ ) ، د مسلم کلي تپه ( نرخ)د کشک ټکانه تپه ( جلريز) د سرچینې زيارت ( جلريز ) ،د انګورو باغ ( د سياب چک کلی )، کاپرکلا ( دايميرداد ) ، د بودک  تپه ( دايمير داد )  د چتو تپه ( دايميرداد)، د کتب تپه (دايمير داد) ،  دسیاب لرغوني سیمه، ( چک ) ،د باد سياب ( جغتو ) ، دره جوى زنگى) (د بهسودو لومړۍ برخه )، سکرک ( مرکزی بهسود )،دارگ  تپه ( بهسود مرکزى )،د چهل گزى بابا قبر(نرخ)او نوري ډیري سیمې شته چې له تاریخی پلوه خورا اهمیت لري.

د میدان وردګ ولایت یو له هغوو ولایتونو څخه دی چې په کې خورا مهمو شخصیتونو ژوند کړی. دلته يي نړۍ ته سترګي غړولي دي.او ډیروکارنامې يي هم دهیواد په تاریخ کې ثبت شوی دي. ځینې يي  چې زما ذهن ته  راځی غواړم یاد کړم

غازى محمدجانخان وردګ،داکټرعبدالوکيل خان،ارسلان سليمى، ددغه فرهنګی شخصت په اړه مې ان چې لا وړوکی وم. د بینوا صاحب په اوسنی لیکوال اثر کې لوستي و.غلام نبى خان وردګ،انجنيرغلام محمدفرهاد  استادګل محمد ، معصومه عصمتى وردګ،پوهاند عبدالقيوم خان وردګ،والى عبدالله خان وردګ، استاد حبيب الله رفيع ، ډاکتر فاروق وردګ پوهاند اصف بهاند، پوهاند داکټر لطيف بهاند، ، شهرت ننگيال ، پوهاند داکټر محمد موسى وردک ، محمد عارف ننګيار پوهاند اکبر وردک ، حفیظ الله غښتلی، ګل اغا احمدي وردګ، محمد زبيرشفيقى او په سلګونو نور فرهنګي او ملی شخصیتونه،

زموږ موټر لا هم ګړندی روان دی. زه په خپل ذهن کې لا هم ددغه ولایت په تړاو له ځان سره بوخت یم.نا څاپه مې په دغه ولایت کې د څو رسنیو فعالیتونو او نومونو ته ور پا شو، چې زه يي یوازې د ځینو نومونه یادوم،

 دريځ ، عهد ، ځلانده راتلونکى ، وردګ ، مڼه ، آذان ،  او جلگه مهالنۍ، د ملي رادیو تلویزیون، د ملي یووالي، ځلا، دچک رادیو دښاروالي اونیزه، پیزوان، پیغله او نور فعالیت کوي. د مڼي ګل مشاعره يي هم کلونه، کلونه کیږي چې د ګڼ شمیر شاعرانو په ګډونن نمانځله کیږی.

د سړک په دواړو غاړو کې چې پخوا کومې امنیتي څوکۍ یا پوستي موجودې وي، او پرې د پاسه به درۍ رنګه بیرغ رپیده اوس وراني ویجاړې وي. ټوله چپه خوله ناست وو . خو په  موټرکې یوه پخوانۍ کیسټه چالانه وه او چوپیتايي ماتوله. سیمه ایز سندرغاړې د زړه له کومي هڅه کوله چې سندره په ښه انداز سره ووایي: سندره داسې وه
زه خوار حیران
څیري ګریوان
په لارې ځمه په سر خاورې بادومه
سندرغاړه به د ( څیري) چې په دري کې يي معنا (پاره ) کیږي، توری هم په سیمه ایز ګړدود سره ادا کاوه یعني چیري ګریوان يي وایه، له چلوونکې مې وپوښتل، دا سندرغاړی څه نومیږي؟

ـ دا خو اغا جان نومیږي. د واغظ و[1]، دا خوارکی يي هم کابو ۳۷ کاله پخوا مړ کړ. هغه وخت يي ګومان کوم چې سور خلقي بیرغ په کوم اواز کې یاد کړی وو. بیا يي مړ کړ. د اغا جان او ملګرو یو تصویر يي  څو ورځي وړاندې ماته په غزني ښار کې د کیسټو( فیتو) یوه پلورنکي  را وښود او ما بیا ترې په خپل مبایل کې تصویر واخیست.

نوربیا

[1]د ولسوالي کچې ته لوړه شوه. واغظ په تیرو کلونو کې داندړو ولسوالي اړونده سیمه وه، خو بیا د طالبانود واکمنۍ په مهال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *