تاند- د روسیې، امریکا او چین استازي به نن /پنجشنبه/ په مسکو کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه غونډه وکړي.
رشیا ټوډې وايي چې د درو هیوادونو استازي به هڅه وکړي چې طالبان له افغان سیاستوالو او د مدني ټولنې له استازو سره خبرو ته وهڅوي.
رشیا ټوډې د افغانستان د حکومت یادونه نه ده کړې.
روسیه، چې ادعا کېږي په وروستیو کلونو کې د طالبانو پوځي ملاتړ کوي، په سیاسي او تبلیغاتي ډګرونو کې په ښکاره د طالبانو ننګه کوي.
تېره اوونۍ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د افغانستان حکومت په قطر کې د بین الافغاني خبرو د لغوه کېدو مسوول وباله.
کابلوف انټرفکس خبري اژانس ته وویل«موږ په دې خواشیني یوو چې د افغانستان ولسمشر هڅه وکړه هغه اصول بدل کړي چې په پیل کې د دې ډول غونډو د تنظیم لپاره جوړ شوي وو.»
کابلوف د طالبانو دریځ تایید کړ، ویې ویل «خبره دا ده چې د افغانستان واکمن ولسمشر هڅه کړې چې دا طرحه ګډه وډه کړي، ده د نژدې ۲۵۰ تنو لیست جوړ کړ او هڅه یې وکړه چې ټول قطر ته ولېږي. طالبانو پرې وخندل او ویې ویل چې اشرف پر غونډې د واده خیال کړی دی.»
مخکې په نورو راپورونو کې ویل شوي وو چې د درو هیوادونو (چین، امریکا او روسیې) استازي به په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو او د ملي پخلاینې پر امکاناتو خبرې وکړي.
خو رشیا ټوډې وايي، طالبان له ډېر پخوا راهیسې د امریکا له ملاتړه له برخمن افغان حکومت سره خبرې نه کوي او هغه د بهرنیانو ګوډاګی بولي.
د مسکو په غونډه کې به د امریکا له لوري زلمی خلیلزاد، د روسیې له لوري ضمیر کابلوف او د چین له لوري د افغانستان لپاره د دې هیواد ځانګړی استازی (Hua Chunying) ګډون وکړي.