تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، چې ویل کېږي هڅه کوي ځان د موقتې ادارې مشرۍ ته ورسوي، وايي، د ولسمشرۍ پر انتخاباتو دې لومړیتوب سولې ته ورکړل شي.

ښاغلي کرزي نن /چهارشنبه/ د ترکیې له انادولو خبري اژانس سره په مرکه کې وویل،«لومړی سوله. زموږ لپاره په افغانستان کې اوس لومړیتوب سوله ده. کله چې سوله او ثبات راغلل بیا ښه انتخابات کولی شو.»

ده د روسیې او امریکا له لوري په افغانستان کې د سولې د هلوځلو هرکلی وکړ، ویې ویل«هیله لرم چې (هلې ځلې) بریالۍ شي.»

پخواني ولسمشر زیاته کړه«تر کومه ځایه چې موږ د امریکا او روسیې ترمنځ د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ پیل ته ګورو او دغه راز د چین ښکېلتیا ته ګورو د ښه والي هیله لرم، سبا به د امریکا، روسیې او چین د استازو غونډه وي. دا ډېره ښه نخښه ده.»

کرزي ټینګار وکړ چې د افغانستان شخړه یوازې له سوله ییزې لارې حل کېدای شي او افغانان باید په دې پروسه کې مهم رول ولري.

کرزي د خبرواترو مېز ته د بېلابېلو افغان خواوو په راوستلو کې د روسیې رول وستایه او ویې ویل چې روسیه ښه نیت لري.

ډېری افغانان روسیه د طالبانو په ملاتړ تورنوي.

کرزي له انادولو سره په مرکه کې پر بین الافغاني خبرو ټینګار وکړ خو دا یې ونه ویل چې په خبرو کې باید د افغانستان حکومت هم ګډون ولري.

ادعا کېږي چې کرزی هڅه کوي چې د اوسني منتخب حکومت پر ځای د ده په مشرۍ موقت حکومت جوړ شي.

کرزي په خپله تر دې وړاندې د بیا واک ته رسېدو هڅه په کلکه رد کړې ده. د افغانستان اساسي قانون هم ده ته د انتخاباتو له لارې د بیا ولسمشر کېدو اجازه نه ورکوي مګر دا چې د موقتې ادارې یا په کوم بل نوم واک ترلاسه کړي.

4 thoughts on “کرزی وايي چې تر انتخاباتو سولې ته ترجیح ورکوي”
  1. karzai&talib is one name;
    my dear afghans please read in AFGHANGERMANONLINE.COM;

    WHAT WRITE GREAT MASOOD FARANI SAHIB.THANK YOU
    WHAT WRITE ZMARAY KASEEY SAHIB ALSO THANK YOU
    THANK YOU

  2. سلامونه !دانظام چې دزرګونوشهیدانو- اوداتل اردودځوانانو په مټ مخ ته روان دی – نه غواړو چې د۱۳۷۱ م کال غوندې دپاکستان په توطیه او دبې عقلو وطنفروشو مجاهلینو له خوا دسولې په نوم ویجاړ شی ـ تاسو خو په اتلسو کلونو کې دومره اختلاس ـ چور چپاول غصب وکړ ـ بانکونه موغلا او دخپلو کړوسیو چاره مووکړه – ددوبۍ بانکونه موله ډالرو ډک دی – په مظلو م ملت هر څه چې راشې وتاسو ته اهمیت نه لری

  3. لسو دیکشنریګانو کې مې دغه نوم(حامد کرزی) واچولو او سرچ مې کړ، دغه نتیجي راووتې

    غل بابا، د قاتلانو مل بابا، ملت سره مکروچل بابا، چوربابا د فساد بابا، وطن برباد بابا

    دایره لمعارف خو دا هم لیکلی چې غل بابا د سولې اولین دښمن دی کلونه مخکې څلور پښې یوه موزه کې د قطر دفتر بند کړ، سوله نه غواړي هسې چل ول بابا

  4. کرزی د سولې غوښتونکی ندی . هغه غواړي دا موجود قانوني حکومت ړنګ کړي چې مبادا د کرزي اود څلوېښتو غلو غلا ، چور ، فساد ، خیالي سربازان ، خیالي ښوونکي ، د بانکونو چور او تالان او نورې دوسې یې رسوا نه شي.
    د آزمویل شوي کرزي بیا آزمویل خطا کار دی. په تریلیون دالر زمونږ هېواد ته راغلل خو یو مثبت عام المنفعه کار یې ونه کړ.
    آیا د کرزي په وخت جنګ نه وو او دغه جناب سولې ته کوم مثبت کار کړی؟؟؟
    کرزی اوس د افغانستان د ملت پر وړاندې هېڅ رسمي مسوولیت نه لري ، د هغه منډې ، رامنډې د ملت په خیر نه بلکې په شر تماميږي.
    د افغانستان ملت د څلوېښتو غلو له بابا نه غواړې چې : « خیر نه دې مونږ تېر ، خو لطفا شر دې مه را رسوه .»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *