تاند- یو مشکوک تروریست نن /پنجشنبه/ د کابل په یوه پوهنتون کې مخکې تر دې چې بم کښېږدي، د خپل بم په چاودنه کې ووژل شو.

د کابل پولیسو تایید کړه چې یوه تن غوښتل چې په رحمان مېنه کې په یوه پوهنتون کې د سهار په لس نیمې بجې بم کښېږدي خو بم پرې چاودلی دی.

د کابل د پولیسو ویندوی بصیر مجاهد رسنیو ته وویل چې دغه مشکوک تروریست غوښتل چې د جهان پوهنتون په تشناب کې بم کښېږدي.

ده همداراز ویلي چې مخکې تر دې چې بم ایښودونکی له تشنابه ووځي بم پرې چاودلی چې په نتیجه کې یې مشکوک تروریست ووژل شو او درې تنه نور ژوبل شول.

تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *