تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، پاکستان به نور په افغانستان کې د هیڅ خوا ملاتړ ونه کړي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، عمران خان نن /پنجشنبه/ وویل چې هیواد به یې د خپل ګاونډي هیواد په هیڅ کورنۍ شخړه کې د هیڅ ډلې ملاتړ ونه کړي.
عمران خان په افغانستان کې د سولې روانې هلې ځلې تاریخي فرصت وباله، ویې ویل چې پاکستان په افغانستان کې د پخلاینې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.
ده په یوه اعلامیه کې ویلي«د افغانستان شخړې په تېرو ۴۰ کلونو کې افغانستان او پاکستان ته ډېر زیانونه اړولي. اوس له اوږده انتظاره وروسته د افغانستان د سولې بهیر د سیمې د سولې لپاره یو تاریخي فرصت دی او پاکستان د بین الافغاني خبرو په ګډون چې افغانان به پکې د خپل هیواد د راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي، د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي.»
عمران خان همداراز ویلي چې په همدې منځ کې پاکستان په افغانستان کې د ټولو خواوو له لوري د جګړې پر زیاتېدو سخت خوابدی دی، حملې غندي او د سولې د پروسې لپاره یې زیانمنې بولي.
ځه مړه ته چې د جرمني و جاپان په اندازه دروغ وایې دا خبره به دې څنګه ومنو بیابه دې ترې کوم لوګی پورته کړی وي ههههه