په کابل کې د امریکا سفارت

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغه پلان چټک کړی چې پر اساس یې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو شمېر نیمايي ته راکمېږي.

رویټرز خبري اژانس نن /پنجشنبه/ راپور ورکړ چې د پامپیو له پلان سره سم به په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو شمېر د راتلونکې میاشتې تر پایه پورې نیمايي ته رالږ کړل شي.

دې اژانس ته امریکايي چارواکو او د کانګریس غړیو ویلي چې دا پلان به د افغانستان د سولې نازکه پروسه له خطر سره مخامخ کړي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو د شمېر کمېدا دا معنا لري چې امریکا نور له افغانستانه خپلې پښې ټولوي او له دې څخه طالبان داسې انتباه اخلي چې امریکا هسې هم وځي نو باید د سولې لپاره خپل شرایط لا سخت کړي.

رویټرز وايي، د امریکا د دغه لوی سفارت په اړه د ښاغلي پامپیو امر تر توقع نژدې یو کال مخکې شوی او دا حیرانوونکی انکشاف ښيي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ شوی دی چې پر اساس یې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسېږي او له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته لار هوارېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا پرېکړه به طالبان په دې یقیني کړي چې د افغانستان د جګړې په اړه د ولسمشر ټرمپ حوصله کمه شوې او په هر حال د افغانستان له جګړې د ځان خلاصول غواړي.

رویټرز وايي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو شمېر نژدې ۱۵۰۰ تنو ته رسېږي او د هغه د ودانیو په پراختیا یې څلور کاله پخوا ۸۰۰ ملیون ډالره ولګول او اوس په دې سفارت کې د کارکوونکو لپاره ۷۰۰ تختونه هم شته.

امریکايي چارواکي وايي چې په کابل کې د امریکا د سفارت د کارکوونکو په شمېر کې کموالی باید د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکايي دیپلوماتانو د شمېر متوازن وېش وګڼل شي او هغه له تروریستي مبارزې څخه د روسیې او چین په وړاندې د سترو قدرتونو د نوې سیالۍ لور ته د ټرمپ د حکومت د ملي امنیت د ستراتیژۍ بدلون دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *