تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، ځواکونو یې په زابل ولایت کې د طالبانو له بنده ۵۳ بندیان خوشي کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وویل چې دا عملیات د زابل په دای چوپان ولسوالي کې شوي دي.

د ښاغلي رحیمي په وینا، په دې عملیاتو کې لږترلږه ۸ طالبان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی وايي چې په ۵۳ خوشي شویو کسانو کې د ملي اردو ۴ کومانډو او ۴ پولیس هم شامل دي.

افغان امنیتي ځواکونه په تېره بیا کومانډو وخت په وخت د طال��انو تر کنټرول لاندې سیمو باندې چاپې اچوي او د هغوی له محبسونو څخه بندیان خوشي کوي.

تر دې وړاندې روانه اوونۍ /دوشنبه/ امنیتي ځواکونو په یو لو عملیاتو کې د چپلیار ولسوالۍ د سلوزرو قوم ۲۴ سپینږیري د داعش له منګولو خلاص کړي او د غزني په قره باغ کې د طالبانو له بنده ۱۰ تنه بندیان خوشي کړل.

د قره باغ په عملیاتو کې، چې لیلزي، واله او تولاکلا سیمو کې د دوشنبې په شپه وشول، د غزني د والي په وینا لږترلږه ۹ طالبان ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *