په ننګرهار ولایت کې د سیمه ایزې (مزل) راډیو خبریال عمران لمر تیره ورځ په جلال آباد ښار کې د نامالومه وسله والو له لوري په ډزو ټپي کړل شو.

لمر سترګه او خیټه کې ټپي شوی، هغه تیره شپه د ننګرهار ولایت د خبریالانو او ملي امنیت په مرسته کابل ته راولیږدول شو او د شپې پر دوو بجو یې عملیات ترسره شول، له نیکمرغه ترعملیاتو وروسته یې روغتیایي حالت ښه بلل شوی او خبرې هم کولای شي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې ددې پیښې له امله سخته خواشینې ده، له حکومت څخه غواړي چې پیښه په جدي توګه تعقیب کړي او د پیښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري. له حکومت څخه مو بیا ځلي غوښتنه داده چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره هر ډول لازمې تابیاوې په پام کې ونیسي.

کمیټه هڅه کوي چې د ښاغلي لمر د درملنې لپاره لازمه او هراز مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *