تیره شپه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د واده د ورا پر یوه موټر زموږ د هېواد ، دین ، افغانیت ، دود او دستور  د دښمنانوله خوا د سړک د غاړې ماین چاودیدلی دی ، چې له امله يې زموږ اتلس تنه بې ګناه هېوادوال شهیدان او پنځه نور ټپیان شوي دي . په شهیدانو او ټپیانو کې له څلورو نارينو او څو ښځو پرته نورې ټولې وړې نجونې او ماشومان دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، ماين د سړک پر غاړه د وسلوالو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و.دوی وايي، تر چاودنې وروسته کليوالو د سيمې يو طالب له ټوپک او ريموټ سره نيولی او په وهلو ډبولو يې وژلی دی.

دا لومړۍ ځل نه دی چې د افغانانو دښمنان او د پردیو غلامان زموږ خوښي راڅخه اخلي بلکې وړاندې هم په لسګونه ځله زموږ ودونه او نور د خوښۍ مراسم همدې ناځوانه دښمن په ډیرې نا ځوانۍ سره په غم او ماتم اړولي .

دښمن د یوه ټاکلي پلان له مخې د افغان ملت د ارزښتونو او دودونو پر وړاندې منظمه جګړه پيل کړې، چې له امله يې زموږ د غم او خوشحالۍ مراسم، زموږ جومات، جرګه او حجره ټول نا امنه کړي او زموږ دستار او پړوني يې سپک کړی دی . هغه پړونی چې پرون به يې جګړې او دښمنۍ ختمولې او هغه شملې چې د افغانستان د ویاړ نښې وې، نن په لوی لاس سپکېږی او هغه تور سرې چې له هرډول تیري او سپکاوي څخه به خوندي ګڼل کیدی نن د لارې پر سر په بې رحمۍ وژل کیږي .

زموږ په فکرد داسې یو کرغیړنی دسېسې پر وړاندې ټول افغان ولس باید راویښ شي او په ځانګړې توګه دینی عالمان، قومي شوراګاني او په ټولیزه توګه مدنی ټولنه خپل غږ پورته کړي او د ځانګړو ګامونو له لارې پر دښمن فشار واچوي او او له خپلو منلو شویو اررښتونو او دودونو څخه په میړانه دفاع وکړي.

زموږ په اند د اندړو پېښه د افغان ټول وژنې (جېنوسايډ) د منظمې لړۍ یوه کړۍ ده . د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت افغان وژنه چې په هر ډول،په هر نامه او هر چا له خوا وي په کلکه غندي او په ملي او نړیواله کچه د هغې د عاملینو محاکمه غواړي .

په پای کې موږ د اندړو په ولسوالۍ کې د پرونۍ افغان وژنی شهیدانو ته د پاک خدای (ج) له سپیڅلي دربار څخه د فردوس جنت او پاتې کسانو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي .

په درنښت

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

ډاکټر محمد اکرم خپلواک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *