تاند- په داسې حال کې چې سلګونه استازي له ولایتونو څخه کابل ته رسېدلي، پخواني ولسمشر حامد کرزي له ولسمشر غني څخه غوښتي چې مشورتي لویه جرګه وځنډوي.
حامد کرزي نن /شنبه/ په یوه خبرپاڼه کې له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي، د سولې مشورتي لویه جرګه دې د دې لپاره وځنډوي چې د سولې پر روانو هلوځلو منفي اغېز ونه کړي.
کرزي همداراز ویلي چې مشورتي لویه جرګه د افغانانو په ګټه ورته نه ښکاري.
کرزي تر دې پخوا د مشورتي لویې جرګې ملاتړ کړی و.
په همدې حال کې د مشورتي لویې جرګې لپاره، چې ویل کېږي شاوخوا ۳ زره تنه به پکې ګډون وکړي، یو شمېر استازي کابل ته رسېدلي او ټاکل شوې ده چې د دوشنبې په ورځ جرګه شي.
اجرايي رييس عبدالله عبدالله او څو انتخاباتي ټیمونو ویلي چې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون نه کوي. دوی وايي چې ولسمشر غني غواړي چې له دې جرګې څخه د انتخاباتي کمپاین لپاره ګټه واخلي.
کرزي هم په خپله خبرپاڼه کې دې مسلې ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې اکثره سیاستوال، مدني فعالان او نور دې ته ورته اندېښنه لري.
کرزی وايي چې لویه جرګه باید د اعتماد فضا رامنځته کړي نه دا چې د دې اپوټه بې اعتمادي ډېره کړي.
غل هم وایي خدایه کارواني هم، یوهم راته په نیت کې ښه نه ښکاري، هرڅوک خپله خپله سودا کوي
KARZAI IS ONE ANTI AFGHAN FACE.AFGHANS MUST NOT LISTEN TO THIS CORRUPT MILLIONAIRE.KARZAI HAVE MILLIONS DOLLERS IN DOUBI FROM CORRUPTION.
AFGHANS COMING TOGETHER AND MAKE DECISION.
ALL MEMBERS ARE LEADERS, I HOPE LOY JERGA MAKE A HELP FULL DECISION ABOUT PEACE;
THANK YOU
lolz we dont know anything about anyone so better not to relate anyone to anything