امیرمحمد آخندزاده

د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

  په ډیرې خواشنیۍ سره چې یو ځل بیا د هیواد او خلکو د د ښمنانو له لوري په لویه لار د ځای پرځای شوي ماین له کبله د غزني  اندړو ولسوالۍ په صاحب خان کلي کې هغه مهال  په مظلوم او بې ګناه ملکي وګړو چاودنه رامنځ ته شوه، چې هغې خوښۍ ته په لاره وو چې له کلونوکلونو یې کلیوالود زوم او ناوې کورنۍ یې انتظار درلود په دې چاودنه کې یوولس ښځې، څلور ماشومان او درې نارینه په شهادت ورسیدل.

د اسلام،انسانیت،هیواد او د مظلوم او بې دفاع خلکو دښمنان ډیری وخت داسې کړنې ترسره کوي چې زمونږ بې ګناه خلک یې قرباني کیږي او هر وخت یې د خوښۍ مراسم یې په غم اړولي او دخوښۍ کوربانه یې د غم په ټغر کینولي دي.

امیرمحمد آخندزاده د غه غموونکي پیښې د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب  وړاندې کوي او ټپیانو ته له متعال څښتن څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *