تاند- د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون د دې کمیسیون د پخوانیو کمیشنرانو له لوري د ولسي جرګې لپاره د کابل د انتخاباتو د بیا شمېرل شویو رایو پایلې رد کړې.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي چې د کابل ولایت د انتخاباتو د رایو په بیا شمېرلو کې پراخه درغلي شوې ده.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پخوانیو غړیو د تېر کال په دسمبر کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پخوانیو غړیو له لوري د کابل ولایت شمېرل شوې رایې رد کړې وې او له سره یې ارزولې وې.
راپورونه وايي چې د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو اوسني مشران په خپل منځ کې پر دې سلامشورې کوي چې څرنګه د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو ستونزه په مناسب ډول حل کړي.
دا هم ویل کېږي چې دوی پرېکړه کړې چې د کابل ولایت د رایو هغه صندوقونه دې د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون کې قرنطین شي چې په اړه یې شکایتونه شته.
دوی دا پرېکړه هم کړې چې د پخوانیو کمیسیونونو له لوري د کابل ولایت د رایو په اړه ټولې څېړنې، تفتیش او د بیا شمېرل شویو رایو نتیجه لغوه ده.
دوی همداراز موافقه کړې چې هغه رایپاڼې به مني چې د انتخاباتو په لومړۍ او دوهمه ورځ د رای ورکولو په مرکزونو کې چمتو شوي وو.
د افغانستان ولسي جرګه د جمعې په ورځ د کابل، پکتیا او غزني د استازو په غیاب کې د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري پرانیستل شوه.