د لوګر امنیه قومنداني

تاند- افغان چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د انتحاري حملو ۲۰۰۰ واسکټونه او تر ۲ زره کیلو زیات چاودېدونکي مواد کشف کړي دي.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویندوی شاهپور احمدزي د یکشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې د انتحاري حملو ۲ زره واسکټونه او تر ۲ زره زیات چاودېدونکي مواد په لوګر ولایت کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې کشف شوي دي.

د احمدزي په وینا دا عملیات د لوګر په خروار ولسوالي کې د ځانګړو ځواکونو له لوري شوي او په ترڅ کې یې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي هم دي.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

2 thoughts on “امنیتي ځواکونه د ۲ زره انتحاري واسکټونو د نیولو ادعا کوي”
  1. په یو لاری کی دی بار کړی او د یو هیت په بدرګه زمونږ دوست هیواد پاکستان ته بیرته تسلیم کړی د تسلیمی په وخت کی دی یوناما هیت ته هم دعوت ورکړی

  2. چې دا خو به یې د رییس جمهور کوم مقایمتي مشاورله دفتره نه وي راپیدا کړي؟ داسې ځایونو کې عمده پیدا کیږي. ریښتیا هغه بل مقایمتي موشآرو دین محمد جرات اعدام شو که څنګه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *