د نظام په نوم اخیستو مو سمدسي ذهن ته د سولې/امنیت، قانون، عدالت، او پرمختګ فکرونه راځي، متاسفانه چې دلته یي نه د نظام جوړنکو لخوا وینو او نه د نظام ویجاړونکو لخوا.
وطن کې عمومي سوله نشته، په اړه یې خبرې روانې دي، خدای دې وکړي، چې وشي؛ خو په خاص کې هم موږ سوله نلرو، نه هغه چې د حکومت په ساحه کې اوسي او نه هغوی چې د طالب د حاکمیت په دایره کې میشت دي. عام ولس په ټوله کې له دواړو خواوو تنګ دی. دواړه بې انصافه دي. دواړه یي ځوروي او دواړه د خپلو هغو قوانینو په اړه صادق نه دي، د کوم په اړه چې جنګېږي او حاکمیت یي غواړي.
سوله یوازې دا نه ده چې جنګ دې نه وي، بلکې سوله هغه ده، چېرې چې له جنګه بغیر هم د انسان ځان، مال، ناموس او ذهني سکون خوندي وي. کله چې د ظالم پر وړاندې د غږ اوچتولو، حق غوښتلو، پوښتلو او د خپل فکر او اندیښنې شریکولو، فردي ازادۍ، فردي مالکیت، ځانې انتخاب او… آزادي نه وي؛ نو سوله نشته. او دا چې له دغو بغیر هم، د ژوند عادي او واړه شیان په خپل واک کې ونه لرو، نو هېڅ سوله نشته، بس حکومت غلطول کوي او طالب مجبورول.
همدارنګ قانون ته ژمنتیا د یوه ښه نظام لمړۍ نښه او د مشروعیت لمړی دلیل دی. اما موږ د دوو چلېدونکو نظامونو په منځ کې میشت ولس، له یوه لوري هم خپلو خپلو قوانینو ته ژمنتیا ونه لیده او له دواړو لوریو د ولس هغه دواړه برخې چې بیلې بیلې دغو دواړو خواوو ته اوسي، ګیله من او ناراض دي، بلکې له دواړو خواوو په تنګ دي؛ حتا هغه هم چې د کوم لوري طرفدار دي، له هماغه لوري هم د ځان په اړه انصاف نه ویني.همداشان د نن پرمختګ له یوې مخې په نوښتونو ولاړ دی. د عصري زده کړو، نویو سیستمونو، پلانونو، ساینس، ټکنالوجۍ او د نوي فکر خبر د پرمختګ خبر ده، چې یا خو دلته شته نه او یا اجازه نلري؛ او یا یو نه یو ډول یي مخه نیول کیږي. فرضاً حکومت هغه د نوي پلان و فکر خلک یا خو نه مقرروي او یا مقررشوي مخته نه پرېږدي، همداشان د طالب په قانون او خاوره کې خو یا نوې خبر او اندیښنه کفر ده یا بندیز، چې په دواړو صورتونو کې له دواړو خواوو د پرمختګ په باب خبره یوازې ناهیلې ده او بس. شاید دواړه خواوې ښې شي، خو خدای دې وکړي ژر شي. پاس ټول یاد شیان لکه د ځنځیر کړۍ یو بل پورې نښتي، چې یو نه وي بل به نه وي. فرضاً چې سوله نه وي، عدالت به نه وي، عدالت چې نه وي، نو قانون به له کومه شي؟ او دا ټول چې نه وي، پرمختګ هم ناشونی دی. کله چې لمړنۍ تشې خانې ډکې شوې بیا نور هم ښه کیدای شي؛ خو په ټوله کې عام ولس په دواړو خواوو کې له ټولو شیانو بې برخي دی، حتا د یوه طرف په طرفدارۍ او خواخوږۍ کې هم. اوس که یو طرف د بل په طرف کې د خیر او ولسي غوښتنو مطابق څه نشي کوای، کم تر کمه پخپله خاوره او حاکمیت خو دې یي خیال وساتي، چې حداقل د خپلو دعوو لپاره خو صادق شي، چې یو په رښتیا ولسواکي غواړي او بل په رشتیا اسلامي خلافت!