خبریال: همت- د مرکز ګردېز د ښوونځيو ښوونکو په دې موخه کاربندیز یا اعتصاب کړی دی چې د دوی لپاره ورکړل شوې ځمکه د خلکو له لوري غصب شوې ده.

بل لورې ته د ښوونځيو زده کوونکي وايي؛ که د ښوونکو اعتصاب په همدې ډول دوام وکړي د دوئ د زده کړو بهیر به سخت زیانمن شي څکه چې دا ستونزه په داسي وخت کې رامنځته شوې چې کانکور ازموینې ته ډېر وخت نه دی پاتې.

د مرکز ګردېز د ټولو ښوونځيو ښوونکي وايي چې شپږ کاله وړاندې د دوئ لپاره د مرکز ګردېز اړوند د بنوزيو په سيمه کې د کورنو لپاره لانجمنه ځمکه ورکړل شوې  خو د خلکو له لوري ورڅخه بيرته په زوره اخيستل شوې او د ولايتي ادارې په ګډون د پوهنې رياست د دوئ ته ورپيښې ستونزې ندې هوارې کړي.

د مرکز ګردېز د ښاري نجونو د ليسې ښوونکي وايي؛ د ښوونکو لپاره په ورکړل شوې ځمکه کې ځينو ښوونکو نيګړي کورنه هم جوړ کړي وو خو د خلکو له لوري ورکړل شوی ښارګوټی غصب شو.

((زموږ ژوند ته هيڅوک پان نکوي کله يي چې موږ ته د کورنو ځمکې راکړې شپږ زره افغانۍ هر ښوونکې په لومړي سرکې وسپارلې خو وروسته په سيمه کې خلکو زموږ کورنه غصب کړل))

دوئ وايي؛ دا ځل يې پرېکړه کړې ده چې د چا په ژمنو به نه تېروزي او تر هغو پورې چې په دې برخه کې د دولت له خوا عملي اقدام ونه ويني، دوئ به خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.

(( ځينو ښوونکو ته په کوم ښارګوټی چې ښوونکو نمرې  ورکړل شوې وې نيمه کورنه هم جوړ کړي و او مصرف شوې پيسې هم  په اوبو لاهو شوې))

 په مرکز ګردېز کې د ښوونځيو زده کوونکي وايي؛ چې که چېرته د ښوونکو غږ وانه ورېدل شي، نو د ښوونځيو زده کوونکي به په راتلونکي کانکور او کلنيو ازموينو  کې له لويو ستونزو سره مخ شي.

دوئ وايي؛ ښوونکي په داسې حال کې کاري اعتصاب کوي چې کلنيو او د کانکور ازموينو ته لنډ وخت پاتې ده.

دوئ وايي؛ ياده ستونزې ته يي تر اوسه پورې د دې ولايت سيمه ییزې ادارې د حل لاره نده موندلې او له مرکزي دولته غوښتنه کوي چې د ښوونکو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي.

موږ هڅه وکړه چې د ښوونکو د دې اعتصاب په اړه د پوهنې رياست د مسوولو چارواکو او نظر هم ترلاسه کړو، خو دوئ نه غوښتل په دې اړه له رسنيو سره خبرې وکړي.

يوازي د پوهنې رياست چارواکې ندي چې له رسنيو سره په ځينو مهمو موضوعاتو کې له خبرو ډډه کوي د ولايتي ادارې په ګډون اکثره دولتي ادارې له رسنيو سره له خبرو څخه ځانونه پټوي.

One thought on “د ښوونکو اعتصاب به په زده کوونکو بده اغيزه وکړي”
  1. داجوته خبره ده اونژدی دنړی په ټولو هیوادونوکی دوه ډوله کسانو ژوند ته پاملرنه کیږی چی یوهم ورځپانه لیکونکی یا خبریال اوبل هم ښوونکی دی ځکه په نوروهیوادونوکی مشران یی پدی باور دی چی دغه دوه ډوله خلک کولی شی دآرام دماغ درلودو په صورت کی خپله دنده په سمه توګه پر مخ بوزی اوپه اصطلح کولای شی ښه قلم وچلوی او هغوی داسی انګیری چی دټولنی لارښوونکی هم همدغه دوه کسان دی .که راشو دښوونکی ژوند ته : په افغانستان کی دښوونکو ژوند له پخواهم چندانی ښه نه ؤ که څه هم پداتیرو لس دولسو کلونو کی دهیواد پوهنیز سیستم دکمیت له پلوه زیاده وده کړی یعنی به کوم ولایت کی چی شل کاله وړاندی دیرش ښوونځی ؤ اوس څلورسوه ښوونځی شتون لری که هغه مهال به هر ښوونځی کی له پنځه سووڅخه راټیټ زدکونکی ؤ اوس هر ښوونځی کی له دوه زرو څخه زیات دی خوکیفیت یی بیا هسی ندی یعنی اوس مهال په افغانستان کی دښوونځیو ودانیو اودزدکونکو کمیت ته پاملرنه شوی ولی دښوونکو ژوندته هم هیڅ پاملرنه نده شوی اوهمداشان خبریال یا ورځپانه لیکونکی هم په داتیرو څوکلونوکی ځینی خصوصی رسنیو کی چی کوم خبریالان شته دهغوی ژوند ښه دی خوپاتی نور چی په دولتی ورځپانو کی کار کوی ژوند یی تر ښوونکی هم بدتر دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *