عبدالقدیر ځاځی وطندوست

تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن /سې شنبه/ عبدالقدیر ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا د نوي مشر په توګه وټاکه.

ښاغلی ځاځی وطندوست اصلاً د پکتیا ولایت دی خو د ولسي جرګې په تېره دوره کې له پلازمېنې کابل څخه بریالی شوی و.

تر دې وړاندې خدای نظر نصرت دا دنده په غاړه لرله. نوموړی په فساد او په ۲۰۱۷ کې پر غیرقانوني ګومارنو تورن و.

د ولسي جرګې دارالانشا، چې د رييس ترڅنګ مامورین هم لري، د ملي شورا د اداري، مالي، لوژیستیک او امنیتي چارو مسوولیت په غاړه لري.

4 thoughts on “عبدالقدیر ځاځی وطندوست د ولسي جرګې د دارالانشا رييس شو”
  1. ABDUL QADEER ZAZAI WATAN DOST; MAA SHAA AL LAH
    FROM BEGINING AFGHAN VOLESEE JERGA(AFGHAN CONGRESS) GOING ON POSITIVE DIRECTION;CONGRATULATION; THIS WILL BE GOOD NEWS FOR AFGHANISTAN.

    THANK YOU

  2. تاند والو!
    عبدالقادر ځاځي وطندوست لکه له تخلص (ځاځي)
    چې ښکاري، د اپکتیا ولایت د اریوب ځاځيو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې له کابله یې ځان ولسي جرګې ته کاندید کړی و…
    څنګه دومره لویه تیروتنه؟ له تخلصه هم پوه نشوئ؟!

  3. عبدالقادر است، نه عبدالقدیر اشتباه املایی است امید است درست کنید

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *