تاند- له یوه اوږده ځنډه وروسته د پاکستان د فضا له لارې د هند او افغانستان ترمنځ د الوتکو تګ راتګ بیا پیل شو.

پاکستان په فبرورۍ میاشت کې له هند سره له کړکېچ وروسته خپل هوايي حریم د هند او افغانستان ترمنځ پر الوتکو بند کړ. د پاکستان د دې اقدام له کبله د افغانستان هوايي شرکتونو او سپرلیو لسګونه ملیون ډالره تاوان وکړ.

د ولسمشر د معلوماتو د همږغۍ مرکز نن /چهارشنبه/ ماښام تایید کړه چې د حکومت د مشرتابه له پر له پسې هڅو وروسته پاکستان خپل هوايي قلمرو افغان الوتکو ته پرانیست.

د ولسمشر د معلوماتو د همږغۍ د مرکز له لنډې خبرپاڼې سره سم، چې پر ټویټر یې خپره کړې ده، د کابل- نوي ډیلي ترمنځ الوتنې پیل شوې او د دې دواړو پلازمېنو ترمنځ د الوتکو ټکټ یو وار بیا ۱۶۰ ډالرو ته راټیټ شو.

په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې د افغانستان د هوايي شرکتونو الوتکې د ایران د هوايي حریم له لارې هند ته تلې – راتلې چې له کبله یې هم د الوت وخت ۵ ساعتونو ته زیات شوی و او هم د ټکټ بیه تر دوه برابره لوړه شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *