تاند – د افغانستان ملي رادېو تلوېزیون (ملي) له اوږدو ستونزو ګاللو څخه وروسته یو ځل بیا خپل برم ترلاسه کړ او وروستي پروګرامونه یې ښیي چې دغه سیستم په ځانګړې توګه تلوېزیون یو ځل بیا د خپلو مینه والو تنده ماتوي.
د افغانستان د ملي رادېو تلوېزیون د وېب سایټ د معلوماتو په اساس، د افغانستان ملي راډېو په لومړي ځل په ۱۳۰۶ لمریز کال د غازي امان الله خان د پاچایۍ په وخت کې د (کابل رادېو) تر نامه لاندې خپرونې پیل کړې.
دغه خپرونې څه وخت وروسته د سقاوي اړو دوړ په راتګ سره ټکنۍ شوې.
په ۱۳۱۴ لمریز کال کې د محمدظاهرشاه د واکمنۍ پر وخت د افغانستان حکومت له جرمني مقاماتو سره په کابل کې د راډېو د جوړولو په هکله هوکړه وکړه، کار وشو او د کابل راډېو خپرونې په رسمي توګه په ۱۳۲۰ لمریز کال د وري په لومړۍ نېټه د وخت د مرستیال لومړي وزیر سردار محمد نعیم خان په وینا پیل شوې.

د افغانستان د ملي رادېو تلوېزیون پر وېب سایټ، چې لا یو شمېر نیمګړتیاوې لري او ان د رییس د معرفۍ ځای یې تش پاتې دی، د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د کابل رادېو خپرونې د افغانستان رادېو تر نامه لاندې پراخې شوې او ویل کیږي چې د افغانستان رادېو آرشیف ۴۵ زره ساعته ثبت شوي نشراتي مواد لري چې د بېلابېلو دورو سیاسي، فرهنګي او کلتوري مواد په کې ځای شوي دي.
اوس د افغانستان د ملي رادېو تر څنګ کابل راډېو او په ۳۳ نورو ولایتونو کې ولایتي راډېوګانې فعالیت کوي.
په ورته وخت کې په افغانستان کې تلوېزیوني خپرونې د محمد موسی شفیق د صدارت پر وخت مطرح شوې، د جاپان په مرسته کار پرې وشو او د ۱۳۵۶ لمریز کال د کب په ۲۵مه یې امتحاني خپرونه وکړه.
ویل کیږي چې ولسمشر داودخان غوښتل چې د ۱۳۵۷ د زمري په ۲۸مه د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په رسمي توګه د تلوېزیوني خپرونو افتتاح وکړي خو ووژل شو، او دا کار د هغه له وژل کېدلو څخه نورمحمد تره کي وکړ.
په ورپسې کالونو کې د افغانستان ملي تلوېزیون چې په هېواد کې یوازنی تلوېزیون وو په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه وکړل خو په ۱۳۷۱ لمریز کال په افغانستان کې د برهان الدین رباني په مشرۍ د جهادي ډلو په واک ته رسېدلو او کورنیو جګړو سره یې خپرونې ګډې وډې شوې.

له ۱۳۷۵ لمریز کال څخه چې طالبان واک ته ورسېدل تلوېزیوني خپرونې په ټپه ودرېدلې، او راډېو د شریعت غږ تر نامه لاندې خپرونې کولې، خو په ۱۳۸۰ کې د ولسمشر کرزي په واک ته رسېدلو سره د رادېوي تر څنګ تلوېزیوني خپرونې بیا پیل شوې.
د افغانستان د ملي تلوېزیون له خپرونوڅخه چې پر فیسبوک د لویې جرګې پروګرامونه په ژوندۍ بڼه خپروي، ګردي مېزونه جوړوي او ګڼ شمېر مینه وال یې ګوري داسې ښکاري چې د نطاقانو سلیقه د پخوا په پرتله منظمه شوې، په خپلو کې یې همغږي زیاته شوې، پروګرامونه یې ډېرمسلکي شوي او کېدای شي چې له خصوصي تلوېزیونونو سره په سیالۍ کې بیا مخکې شي.
سلام
د افغانستان د ملی تلویڑن یوہ تاریخی او نہ ھیریدونکی خاطرہ ۔ تلویڑن د افغان ولس یوہ سترہ ھیلہ وہ تول ملت او پہ تیرہ بیا د کابل خلک ورتہ سترگی پہ لارہ ول ۔ تلویڑن د یوی تولنی ،حکومت، خلکو پہ تنویر او او افکار و کی دیر بدلون راوستلی شی او حتی پہ خینو برخو کی د پرمختگ اود زدہ کرو سبب ھم کیدای شی۔خو مھمہ دادہ چی مدیر یت یی سالم وی او د بیان د آزادی پہ نوم ور نہ سو استفادی ونہ شی او تول پروگرامونہ یی د تولنی اُنخور، غڑ، ،لیکل او چا پیدل منعکس کرا ی شی ۔ دھری برخی پرسونل او کاری خلگ
یی مسلکی وی ۔ استعداد او پوھہ ولری او د پوھنیزو مو ساتو لہ لاری استخدام او وروزل شی ۔تولی برخی پہ سالم نصاب ولار وی ۔ اوس چی تکنالوڑی نری لندہ کری دیر موٹر او گتور پروگرامونہ لاس تہ ر اتللی شی پہ خانگری توگہ د اسلام پہ برخہ کی او ھمدارنگہ متعا دل تفریحی نہ د ھندانو با لیووداو ھا لیوود۔
پہ ھر حال کیسہ را لندہ کرم : شھید عمر د غوایی لہ کرغیرنی کودتا چی د افغانستان پہ تاریخ کی یوہ تورہ داغ گنل کیزی یوہ ورخ مخکی زنگ وواھہ او موڑ تہ یی د افغانستان رادیو تلویڑن د بیرغ پورتہ کیدو پہ مراسمی کی بلنہ راکرہ ۔کلہ چی د ۸ نیمو شاوخوا کی ھل تہ ورسیدو عمر مصروف وہ خو دیر خوشحالہ شو نیم ساعت وروستہ لہ جورہ یو گادی پسی راغی او بیرتہ کورتہ لار ۔درگ پہ وخت کی لڑ سو من معلومیدہ موڑ تہ راغی او ویی ویل چی تاسی ھم لارشی۔بیا مو لہ بدہ مرغہ ونہ لید ۔ روح دی آرام او جنت آل فردوس دی پہ برخہ شی