د ننګرهار په روداتو،مومندرې او کوز کونړ ولسوالیو کې د ښوونځیو ترمنځ د سولې مقالو لیکلو سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ چې تر دې وړاندې د ولسوالیو د ښوونځیو ترمنځ ترسره کېدې،له بشپړیدو وروسته د ولسوالیو په کچه ترسره شوې،چې د روداتو ولسوالۍ څخه محمد عمر لومړی،محمد اصف دویم او یحیی درېیم مقامونه خپل کړل .
همدا راز د کوز کونړ ولسوالۍ په کچه د سولې اړوند د غوره مقالو د لیکلو او لوستلو له امله سلما لومړی،مقصودې دویم او ثنا درېیم مقام تر لاسه کړی دی .
په مومندرې ولسوالۍ کې هم د ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د سولې اړوند د مقالو لیکلو او لوستلو سیالۍ بشپړې شوې،چې د لومړي څخه تر درېیم مقام ګټوونکو ته ځآنګړې ډالۍ ورکړل شوې .
ننګرهار کې پولیسو درې تنه له ۳۲ کیلو ګرامه چرسو سره یو ځای ونیول.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې پولیسو د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې درې تنه چې د یوې کرولا ډوله موټر په وسیله یې ۳۲ کیلوګرامه چرس لیږدول،ونیول شول .
له نیول شوو کسانو څخه د مګړۍ څېړنې جریان لري .
سره رود کې د لويې مشورتي جرګې په ملاتړ غونډه وشوه
ننګرهار ولايت سره رود ولسوالۍ کې د سولې مشورتي لويې جرګې په ملاتړ غونډه وشوه او پر وسله والو طالبانو غږ وشو، چې د يادې جرګې پريکړو ته درناوی وکړي.
په دغه غونډه، کې چې قومي مخورو، ځوانانو، علماء کرامو او نورو ګډون کړی و ويناوالو وويل، چې د سولې مشورتي لويه جرګه افغانشموله ده او د هېواد بېلابېلو سيمو استازو په کې ګډون کړی.
دوی له يادې جرګې څخه ملاتړ وکړ او پر وسله والو طالبانو يې غږ وکړ، چې د جرګې پريکړو ته درناوی وکړي او حکومت سره سوله وکړي.
دوی زياته کړه، چې افغانانو په تيرو څو کلونو کې ډيرې قربانۍ ورکړي او اوس هغه وخت را رسيدلی، چې ټول سره يو شي او بدمرغيو ته د پای ټکی کيږدي.
د سره رود ولسوال قاري هجرت الله رحماني وويل، چې د دې سيمې خلک سوله غوښتونکي دي او نننۍ غونډې څخه يې موخه د لويې جرګې څخه ملاتړ او د سولې په برخه کې د ښکېلو خواو څخه د سولې کولو غوښتنه ده.
په ۲۰۱ سيلاب قول اردو کې د سيمه ييزې اردو ديارلسم ټولی تر روزنې وروسته اچين ولسوالۍ ته ولېږل شو
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو په روزنيز کمپ کې روزل شوې د سيمه ييزې اردو ديارلسم ټولی تر روزنيز فراغت وروسته د ننګرهار اچين ولسوالۍ ته ولېږل شول.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد زمان وزيري وايي، چې سيمه ييزه اردو د ملي اردو په څېر مجهز کيږي او د امکاناتو له نظر هغوی سره هيڅ توپير نلري.
د اچين ولسوالۍ قومي مخورو وويل، چې سيمه ييزې اردو ته يې باوري او زړه ور ځوانان ور پيژندلي او ډاډ څرګند کړ، چې د خپلې سيمې امنيت په ټينګښت کې به بريالي ثابت شي.
د سيمه ييزو اردو سرتيرو په خپلو خبرو کې وويل، چې د ښې روزنې او هېوادنۍ مينې درلودو ترڅنګ په ټولو وسايلو سمبال دي او په خپله سيمه کې به بشپړ امنيت رامنځته کړي.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولايت بېلابېلو سيمو کې د سيمه ييزې اردو دولس ټولي ځای پر ځای شوي، چې ور سره سيمې بشپړ امن شوی دي.
ننګرهار کې د قرانکريم لسګونو حافظانو ترمنځ د حسن قرات سيالي تر سره شوه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار عيدګاه جومات کې د سعودي عربستان د الرعایهاالاجتماعیة الخیریه ادارې د قسم التعلیم والحلقات القرانیه څانګې له لوري د ختيځ زون سلګونو قرانکريم حافظانو ترمنځ د حسن قرات سيالي تر سره شوه.
د دغې سيالۍ پر مهال د يادې ادارې مسئولينو، د خيتځ زون څلورو ولايتونو د قرانکريم حافظانو، ديني عالمانو، مدرسينو او نورو ګډون کړی و.
د حسن قرات سيالۍ پر مهال د حج اوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد له مسئولينو مننه وکړه، چې د قرانکريم حافظانو ترمنځ يې ياده سيالي په لاره اچولې.
نوموړي پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د سولې رامنځته کېدو له روانو هڅو ملاتړ وکړي او په خپلو سیمو کې د سولې راتلو په موخه عامه پوهاوی تر سره کړي.
هغه همدا راز له حکومت څخه وغوښتل، چې د ديني مدرسو په پياوړي کولو کې همکاري وکړي او د عصري زده کړو ترڅنګ د ديني زده کړو په برخه کې سهولتونه رامنځته کړي.
يو شمېر علماء کرامو د قرانکريم پر فيض، برکت او درجو او د دغه مقدس کتاب د تلاوت پر ادابو خبرې او معلومات وړاندې کړل.
دوی د حسن قرات سيالۍ مهمې يادې کړې او د يادې موسسې له مسئولينو يې غوښتنه وکړه، چې په راتلونکې دا ډول سيالۍ بيا هم پر لاره واچوي.
د حسن قرات د پای په مراسمو کې شل تنه غوره د قرانکريم حافظانو ته، چې په ښکلي غږ او تجويد سره يې تلاوت کړی و د کمپيوټرونو، ساعتونو، جامو او نورې ډالۍ ورکړل شوې.
همدا راز حج اوقافو رياست له لوري د مدارسو يو شمېر مسئولينو او استادانو ته هم ستاينليکونه ورکړل شول.
د ولايت مرستيال په مشرۍ ځوانانو ته د دوه سلنه بوديجې ورکړې او لګښت په موخه ناسته وشوه.
ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند په مشرۍ او د اسلا پروګرام په تخنيکي همکارۍ د ادارو مسئولينو او ځوانانو سره د ښاروالۍ له لوري دوی ته د دوه سلنه بوديجې ورکړې او لګښت په موخه ناسته وشوه او د بوديجې لګښت لپاره مهمې اړتياوې په ګوته شوې.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، چې جلال اباد ښاروالۍ له لوري ځوانانو ته دوه سلنه بوديجه ورکول کيږي، چې له مخې به يې دوی د ورزش او فرهنګي چارو په برخه کې فعاليتونه تر سره کوي.
نوموړي ځوانانو ته لارښوونه وکړه، چې ياده بوديجه په مهمو او اړينو برخو کې په لګښت ورسوي او هڅه وکړي، چې مهمې ستونزې او وړانديزونه ور سره وخت پر وخت شريک کړي ترڅو حل لپاره يې لارې چارې ولټول شي.
د اطلاعاتو فرهنګ رئيس اورنګ صميم وويل، چې جمهور رئیس له لوري د ځوانانو پرمختګ په موخه ملي ستراتيژي جوړه شوې، چې د ولايت په کچه يې مشرۍ ولايت مقام او سکرتريت يې د اطلاعاتو فرهنګ رئیس کوي.
هغه وويل، چې د يادې ستراتيژۍ له مخې به د ادارو مسئولين ځوانانو ته د فرهنګ، ورزش او بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابروي.
د دغې ناستې پر مهال د جلال اباد ښاروال رياض الله درمل د ځوانانو په برخه کې د تر سره شويو فعاليتونو په اړه پريزينټيشن وړاندې کړ او زياته يې کړه، چې د ځوانانو اړتياو ته په کتنه او د کمېټې پريکړې سره سم به ډېر ژر د دوه سلنه بوديجې په ورکړه کې اجرات تر سره کړي.
د ولايت مرستيالې په مشرۍ ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي مياشتنۍ غونډه تر سره شوه.
ننګرهار ولايت ټولنيزو چارو مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي غونډه تر سره شوه، چې پر مهال يې د پوهنتون، پوهنې، عامې روغتيا او ښځو چارو رئيسانو، امنې قوماندانۍ بشر حقونو مدير او نورو ګډون کړی و.د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د ښځو يو شمېر قضيې وڅيړلې او د اړونده ادارو مسئولينو ته يې د قانوني اجراتو په موخه سپارښتنې وکړې.
نوموړې مسئولينو ته د يوې مېرمنې قضيه مرکز ته د لېږلو او هلته د تعقيب او همدا راز د يوې بلې مېرمنې د قضيې په حل کې د جدي اجراتو سپارښتنه وکړه.
د دې ناستې پر مهال د ښځو او ماشومانو پر حقونو او په اړونده برخه کې په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبر اترې او پريکړې تر سره شوې.ننګرهار ولايت شورا رئیس د دې ولايت امنيتي وضعيت ښه والي په موخه د امنيت شورا سلاکار سره ناسته وکړه.
د ننګرهار ولایتي شورا رئيس احمد علي حضرت د شوار غړي سهراب قادري په ملتيا د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب سره د دې ولایت د امنیتي وضعیت ښه والي په موخه ناسته وکړه.نوموړي د ملي امنيت سلاکار حمد الله محب د وروستيو فعاليتونو او ننګرهار ته له پاملرنې څخه مننه وکړه.
ده په بېلابېلو ولسوالیو کې د امنیت په برخه کې د پرمختګونو او افغان ځواکونو سرښندنې وستایلې؛ خو په یو شمېر ولسوالیو کې یې لا هم امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ وبللو.
هغه غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار په هغو سیمو کې چې لا هم امنیتي ګواښونه موجود دي باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي او د سیمو امنیت ټینګښت لپاره باید په امنیتي برخه کې تشکیلات هم ډېر شي.
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ننګرهار ولایتي شورا رئیس ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به د ننګرهار امنیت ښه والي په موخه جدي اقدامات تر سره کړي او پر یو داسې پلان کار کوي چې له مخې به یې ياد ولايت کې بشپړ امنيت تامين شي.
جمهوررئیس غني: د والیانو تحلیل او وړاندیزونه دې جدي ونیول شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د ننګرهار والي شاه محمود مياخيل په ګډون د هېواد د ۳۴ ولایتونو والیانو سره په کتنه کې د ولایتونو په اړه د دوی تحلیل او وړاندیزونه واورېدل.
په چهار چنار ماڼۍ کې په دغه جوړه شوې غونډه کې چې د امنیتي او دفاعي سکتور او سیمه ییزه ارګانونو ادارې رهبري هم حضور درلود، په پیل کې د کابل والي یعقوب حیدري د ولایتونو او لویو لارو د امنیت د لا ښه تامین، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا ښه اکمال، همغږۍ، د نظامي عملیاتو دقت او موثریت، د دښمن د عایداتي منابعو د له منځه وړلو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.ورپسې د کندز والي عبدالجبار نعیمي وویل، والیان په ولایتونو کې د جمهوررئیس د لومړۍ درجه استازو په توګه خلکو ته د خدماتو، امنیت او نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره هلې ځلې کوي او موږ غواړو چې د سولې او ثبات د تامین ترڅنګ د حکومتولۍ بنسټونه لا پیاوړي کړو.نوموړي وویل، هر والي د سولې د تامین لپاره له ولسونو سره په ګډه هلې ځلې کوي او وړاندیز یې وکړ، چې پوهنې، اطلاعاتو فرهنګ او حج او اوقافو وزارتونه دې د دښمن د تبلیغاتو او افراطي افکارو د مخنیوي لپاره د خلکو د اذهانو د روښانولو او عامه پوهاوي منظم پروګرامونه خپاره کړي.وروسته د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت عمومي ریاست رئیس محمدمعصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي په امنیتي برخو کې د والیانو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د دوی وړاندیزونه به جدي ونیول شي او امنیتي او دفاعي ارګانونه به په هغو برخو کې ګډ اقدامات وکړيجمهوررئیس غني له والیانو څخه د مشورتي لویې جرګې لپاره د ولس د استازو د انتخاب لپاره د مناسبې او ملي فضا د برابرولو او له امنیتي او دفاعي ارګانونو څخه د یادې جرګې د ښه امنیت د تامین له امله مننه وکړه او وې ویل، د جرګې اصلي موخه د سولې پروسې ته جهت ورکول او د افغانانو مالکیت دی، ځکه د ولس له مشورې او نبض پرته سوله نشي راتلی.جمهوررئیس د والیانو له هر اړخیز او جامع تحلیل او وړاندیزونو څخه په مننې وویل، امنیتي او دفاعي سکتور او د ملي امنیت شورا دې د دوی تحلیلونه او وړاندیزونه جدي ونیسي او لارښوونه یې وکړه، چې له عدلي او قضایي ارګانونو، انکشافي او سکتوري وزارتونو سره دې هم د والیانو جلا جلا غونډې جوړې شي، تر څو دوی خپل تحلیلونه او وړاندیزونه له هغوی سره شریک کړي.محمداشرف غني والیانو ته په ټينګار وویل، چې د اشخاصو پرځای باید په معیارونو تمرکز وکړي او له ولسونو سره په ګډه د عامه نظم په ساتلو کې همکاري وکړي. خلکو ته لا ښه خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.
ناصر خان کاموال د ننګرهار طب پوهنځي د نوي رئيس په توګه دنده پيل کړه
د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو پخوانى مرستيال، سلاکار او د طب پوهنځي استاد پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال د نوموړي پوهنځي د نوي رئيس په توګه له ټاکل کېدو وروسته رسماً د پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم له خوا د اړوند پوهنځي استاذانو او اداري کارکوونکو ته وروپېژندل شو.په هغه غونډه کې له همدې امله د طب په پوهنځي کې جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د رئيس او محصلانو چارو مرستيال سربېره پکې د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او اداري کارکوونکو برخه لرله.غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنمل ډاکتر يحيى فهيم په پرانيستونکې وينا پيل شوه. نوموړي طبابت د ټولنې حياتي ارزښت وباله او د طب پوهنځي پر رول او ارزښت يې خبرې وکړې.هغه زياته کړه: د پوهنتون او وزارت رهبرۍ اړينه وبلله، چې د طب پوهنځي د لاښه والي او مثبت بدلون لپاره يو لړ ګامونه پورته کړي، چې په همدې لړ کې د دې پوهنځي د علمي کادر غړى پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال يې د پوهنځي د نوي رئيس په توګه غوره کړ.ښاغلي فهيم چوکۍ او منصب امتياز نه، بلکې ستر مسؤليت او امانت وباله او کامه وال ته يې د نوي مسؤليت د مبارکۍ تر څنګ د پخوانيو مسؤليتونو په څېر د هغې د ښه ترسراوي هيله څرګنده کړه.د غونډې په پاى کې د طب پوهنځي نوي رئيس پوهاند ډاکتر ناصر خان کامه وال خبرې وکړې او د پوهنتون د رياست او وزارت مقام له مشرتابه څخه يې مننه وکړه، چې په نوموړي ددې ستر مسؤليت باور وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د پخوا په څېر به د پوهنتون له ادارې سره همکار او همغږى وي او د پوهنځي د لاښه والي او معياري کېدو په موخه به نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړي.
کلیو پراختیا ریاست کې د ښځو اقتصادي پياوړتیا ملي پروګرام لپاره له ۱۳۰ تنو څخه ازموینه واخیستل شوه .
د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام مسؤلینو او د ننګرهار کلیو پراختیا ریاست له لوري د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ملي پروګرام لپاره له ۱۳۰ تنو څخه ازموینه واخیستل شوه .
د ننګرهار کلیو پراختیا اوبیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمان ضیاء وویل پدې ازموینه کې د ننګرهار، لغمان ، کنړاو نورستان ولایتونو څخه ۱۳۰ تنو برخه اخیستې وه چې له ډلي څخه به یی ۲۴ تنه د ازموینی او وړتیا پربنسټ وګمارل شی .
ده وویل د هرولایت لپاره به ۶ تنه وګمارل شی چې په اړونده ولایت کې به د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام د کلیوالي اقتصاد او په ځانګړي ډول د میرمنو د اقتصادی پیاوړتیا په موخه رامنځ ته شوی چی د ننګرهار په ۶ ولسوالیو سربیره په کونړ، لغمان اونورستان ولایتونو په دوه دوه ولسوالیو کی پلی کیږی .
کلیو پراختیا ریاست کې د ښځو اقتصادي پياوړتیا ملي پروګرام لپاره له ۱۳۰ تنو څخه ازموینه واخیستل شوه .
د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام مسؤلینو او د ننګرهار کلیو پراختیا ریاست له لوري د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ملي پروګرام لپاره له ۱۳۰ تنو څخه ازموینه واخیستل شوه . د ننګرهار کلیو پراختیا اوبیارغونې رییس انجینر مجیب الرحمان ضیاء وویل پدې ازموینه کې د ننګرهار، لغمان ، کنړاو نورستان ولایتونو څخه ۱۳۰ تنو برخه اخیستې وه چې له ډلي څخه به یی ۲۴ تنه د ازموینی او وړتیا پربنسټ وګمارل شی .
ده وویل د هرولایت لپاره به ۶ تنه وګمارل شی چې په اړونده ولایت کې به د ښځو د اقتصادی پیاوړتیا لپاره کار کوي.
د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام د کلیوالي اقتصاد او په ځانګړي ډول د میرمنو د اقتصادی پیاوړتیا په موخه رامنځ ته شوی چی د ننګرهار په ۶ ولسوالیو سربیره په کونړ، لغمان اونورستان ولایتونو په دوه دوه ولسوالیو کی پلی کیږی .
ننګرهار مرستيال والي د شيرزادو بې ځايه شويو کورنيو ته د عاجلو مرستو پر وېشلو، زده کړو زمينې برابرولو او په خوندي توګه بېرته اصلي سيمو ته ليږولو کې د اجراتو ډاډ ورکړ.
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د غويي په يولسمه ولايت مقام کې د شيرزادو ولسوالۍ ځوانانو شورا غړو سره د ناستې پر مهال وويل، چې ډېر ژر به د خوږياڼو او شيرزادو ولسواليو بې ځايه شويو کورنيو ته اړينې مرستې وويشل شي او هم يې بې ځايه شويو ته د زده کړو زمينې برابرولو او د امنيتي وضعيت په ښه کېدو سره خپلو اصلي سيمو ته په ليږدولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د شيرزادو ولسوالۍ ځوانانو شورا په استازۍ عبدالقدير له ننګرهار مرستيال والي څخه بې ځايه شويو کورنيو سره د عاجلو مرستو تر سره کولو، د خوږياڼو او شیرزادو ولسواليو امنيت په تامين، د بې ځايه شويو کورنيو ماشومانو ته د زده کړو زمينې برابرولو او نورو برخو کې غوښتنې وکړې.
دوی وويل، چې د خپلو سيمو امنيت په ټينګښت کې به حکومت سره لازمه همکاري تر سره کړي، ترڅو په سيمه کې يې امنيت رامنځته او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د ولايت مرستيال تميم عارف مومند وويل، ټولو هغو سيمو ته يې د سروې ټيموه استولي، چې له شيرزادو او خوږياڼو ولسواليو څخه ورته خلک بې ځايه شوي دي او ډېر ژر به پرې اړينې مرستې وويشل شي.
نوموړي همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې يونيسف او نورو مرستندويه ادارو سره يې خبرې کړي ترڅو د بې ځايه شويو کورنيو ماشومانو ته د زده کړو زمينه برابره کړي.
ده همدا راز يادو ځوانانو ته ډاډ ورکړ، چې ډېر ژر به په خوږياڼو او شیرزادو ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت ښه شي؛ خو غوښتنه يې وکړه؛ ترڅو د يادو ولسواليو ځوانان د سيمه ييزې اردو په ليکو کې ګډون وکړي او د خپلو سيمو امنيت په ټينګښت کې له حکومت سره همکاري تر سره کړي.
د ولايت مرستيال دغه راز وويل، چې په يادو سيمو کې له ډاډمن امنيت رامنځته کېدو وروسته به ټولې بې ځایه شوې کورنۍ په خوندي ډول خپلو سیمو ته وليږل شي.
چپرهار کې د عملیاتو پر مهال ۵ تروریستان ژوندي ونیول شول او ۲۱ کلي په بشپړ ډول د دوی له شتون څخه پاک شول
ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالۍ کې د ملي اردو په مشرۍ د ګډو ځواکونو له لورې عملیات پیل شوي،چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴ تنه وسله وال طالبان له څلور میله کلاشینکوف او یو داعش له یو سراچې موټر سره یو ځای ژوندي ونیول شول .
همدا راز د دې عملیاتو پر مهال د کنډي باغ، ګمبیل ، لونګ پور، بانډه ، شولانه ، مرزاباني، ګراتک ، ملاخیل ، مستاخیل ، ګزک ، د کنډی باغ جنوب اوجنوب ختیځ ، خانان ، ګردی ګل ، شیر ، ملایان ، محمد یار ، صافیان، کوچیان، ملک حکیم او سلیمان خیلو کلي په بشپړ ډول د مخالفینو له شتون څخه پاک شول .
امنیتي ځواکونو همدا راز ۹۴ کلچي تریاک او پنځه فیره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ هم کشف او تر لاسه کړي،همدا رز د مخالفینو له لورې ځای پر ځای شوي پنځه حلقې ماینونه هم له زیان پرته خنثی کړای شول .
د ننګرهار والي په لارښوونه د دره نور او لعلپورې ولسوالانو د ښوونخیو د تدریسي بهیر څخه څارنه وکړه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه د دره نور ولسوال عنایت الله هجرت او د لعلپورې ولسوال نعمت الله نورزي په یادو ولسوالیو کې د خصوصي ښوونځیو د تدریسي بهیر او نورو چارو څخه څارنه ترسره کړه .
دوی د خصوصي ښوونځیو مسؤلینو څخه یتیمانو ته په وړیا ډول د زده کړو زمینې برابرولو،حکومتي ښوونځیو مسؤلینو سره د تدریسي کیفیت په ښه والي کې د مرستې او یو شمیر نورو برخو کې غوښتنې او سپارښتنې وکړې .
د یادونې وړده،چې په وروستیو کې د ښې حکومتدارۍ د رامنځته کېدو په موخه په ولسوالیو کې ځانګړي تحرکات رامنځته شوي دي .
د ولايت مرستيالې په مشرۍ د اصنافو اتحادې مسئولينو ستونزو حل په موخه ناسته وشوه
ننګرهار ولايت ټولنيزو چارو مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ ولايت مقام کې د اصنافو اتحاديې مسئولينو ستونزو حل په موخه ناسته وشوه، چې پر مهال يې سکتوري خدمتونو رئیس، جلال اباد ښاروال، عدلې رياست استازي او نورو شتون درلود.د ولايت مرستيالې اصنافو اتحاديې مسئولينو يو شمېر ستونزې واوريدې او د اړونده ادارو مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د اصنافو اتحاديې مشرانو په ټاکلو او نورو ستونزو حل کې قانوني اجرات تر سره کړي.همدا راز د اصنافو اتحاديې مسئولينو ته سپارښتنه وشوه، چې خپل صنفونه حکومت سره ثبت کړي او جواز تر لاسه کړي، ترڅو په راتلونکې کې کومه قانوني ستونزه رامنځته نشي.د ولايت مرستيالې په مشرۍ د ښاري نظم کمیسون ناسته تر سره شوهننګرهار ولايت ټولنيزو چارو مرستيالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د غويي په ۱۱مه ولايت مقام کې د ښاري نظم کميسون ناسته تر سره شوه، چې پر مهال يې جلال اباد ښاروال رياض الله درمل، ترانسپورت رئیس خان وزير ځاځي، ترافيکو مدير، د يو شمېر هډو مسئولينو او نورو ګډون کړی و.د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ د ښاري نظم په برخه کې د تر سره شويو اجراتو په اړه د مسئولينو راپور واوريد او له مسئولينو يې مننه وکړه، چې په ښار کې يې د نظم په موخه يې هر اړخيزې هڅې تر سره کړي دي.نوموړې وويل، چې لا هم په ښار کې د نظم په موخه ډېر کار ته اړتيا ده او مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د نظم راوستو په موخه پاتې نور وظايف هم په خپل وخت تر سره کړي.د دغې ناستې پر مهال په ښار کې د پاکستانۍ ريکشاو پر بنديز، د هندي ريکشاو د اسنادونو په بشپړولو، د موټرونو او اشترنګي ريکشاو په ټاکل شوي مسير د تګ راتګ، له ټاکل شويو تم ځايونو څخه په ګټې اخيستنې او يو شمېر نورو برخو کې پريکړې تر سره شوې.همدا راز د ولايت مرستيالې د جلال اباد ښار يو شمېر هډو مسئولينو ستونزې هم واوريدې او اړوند مسئولينو ته يې سپارښتنه وکړه؛ ترڅو يې ستونزې له نږدې وګوري او په حل کې يې قانوني اجرات تر سره کړي.د دې مجلس پر مهال د ښاري نظم رامنځته کېدو په موخه په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې او پريکړې وشوې.
ننګرهار کې د صفر افغانۍ تر سرليک لاندې د فساد مخنيوي کمپاين پيل شو
ننګرهار کې د افغانانو همغږۍ يا افکک ادارې له لوري د صفر افغانۍ تر سرليک لاندې د يوې غونډې په ترڅ کې د اداري فساد مخنيوي په موخه کمپاين پيل شو، چې نورو ولايتونو ته به هم وغځول شوي.د افکک ادارې مشر صداقت علي ضياء وويل، د دغه کمپاين پر مهال به هغه کارتونه چې د دوی شمېرې پرې ليکل شوي پر خلکو وويشي ترڅو د فساد ليدو پر مهال ور سره اړيکه ونيسي.نوموړي وويل، کله چې ور سره د فساد ستونزه شریکه شي؛ نو دوی به يې اړونده ادارې او وزارت سره د حل په موخه تر هغې تعقيب کړي؛ ترڅو ستونزه په دايمي ډول حل شي.د دې کمپاین ګډونوال وايي که کمپاین په ښه ډول تطبیق شي او عام خلک په ریښتیني ډول له یادي ادارې سره همکاري وکړي؛ نو د شته فساد مخه به ونيول شي.دیادوني وړ ده، چي د(افکک) یا فساد پروړاندې د افغانانو د همغږۍ ادارې له کابل وروسته په ننګرهار کي فعالیت پیل کړ او مسؤلین يې وايي، چې د کمپاین دا لړۍ به د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځوي.
کوټ ولسوالۍ کې ۲۷ زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په لارښوونه د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې له لورې د اورښتونو له امله ۲۷ زیانمنو کورنیو سره د ۱۵ قلمه بېلابېلو توکو مرسته شوه .یاده مرسته چې د کوټ ولسوال نجیب الله رحماني له لورې زیانمنو کورنیو ته ورکړل شوه،په کې هرې کورنۍ ته درې کمپلې،یو ترپال، د پخلنځآی او ګڼ تور کې شامل وو.
د بټي کوټ ولسوالۍ د پوهنیز بهیر څخه لیدنه وشوه .
د ننګرهار ولایت بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند په مشرۍ د ولسوالۍ د مسؤلینو ستونزې واوریدل شوې،د پوهنې مدیریت او ښوونخیو څخه لیدنه وشوه .د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو د ولسوالیو چارو کارپوه حمدالله خطاب د دې ولایت د والي شاه محمود میاخیل لارښوونه د مسؤلینو سره شریکه کړه،چې د خلکو کارونه په ګړندیتوب او په شفاف ډول ترسره کړي .هغه همدا راز د پوهنې په برخه کې د ټولو مسؤلینو په پاملرنې ټینګار وکړ.د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند مسؤلینو ته د ستونزو په حل کې د همکاري ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه،چې د ولایت مقام د رهبرۍ سره سم به په ټولو قانوني چارو کې ځانګړي اقدامات ترسره کړي .
په ننګرهار ولایت کې يو شمیر پانګوالو د کرنې په برخه کې پانګونه کړې چې له کبله يې ګڼ شمیر خلکو ته د کار زمینه برابره شويده.ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار د فارم هډې په سيمه کې پانګوالو د کانال رياست اړوند يو شمېر شاړې ځمکې ابادې کړي او په کې يې کرنه کړې، چې ګڼو ځوانانو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.پانګوالو انعام الله او خان عربزي وويل، چې دغه ځمکه له دې مخکې شاړه وه؛ خو دوی له کانال رياست څخه د پنځو کالو لپاره په قرارداد واخیسته او ياده ځمکه يې کرنې ته جوګه کړه.دوی وويل، چې دغه ځمکه د سولري برېښنا پر مټ خړوبوي او اوسمهال يې په کې بېلابېلو سبزيجاتو ترڅنګ هندواڼې او خټکي کرلي دي، چې ښه حاصل يې ورکړی دی.دوی زياته کړه، چې په ياده ځمکه کې باغداري او مالداري هم کوي، چې ور سره ګڼ شمېر ځوانان په کار بوخت دي.د خير محمد په نوم د يادې ځمکې يو تن بزګر خوښي وښوده، چې په ياده ځمکې کې ورته د کار کولو زمينه برابره شوې ده.نوموړي وويل، چې دلته نورو بزګرانو ته هم د کار کولو اړتيا ده او که شاړو ځمکو باندې پانګونه وشي؛ نو ډيرو خلکو ته به د کار زمينه برابره شي.د سيمې يو اوسيدونکي نسيم خان وويل، چې له دې وړاندې دلته وچه او شاړه ځمکه وه، چې هيڅ ډول ګټه ترې نه پورته کېده؛ خو اوس په شخصي پانګونه اباده شوې او کرنه په کې کيږي چې د سيمې ښکلا ترڅنګ په کې ځوانانو ته د کاروبار زمينه برابره شوې او سبزۍ او نور کرنيز توکي يې بازار ته په ښه بيه وړاندې کيږي.د کرنې رياست يو کار کوونکي عبدالوارث تاند وايي، چې دوی په بېلابېلو سيمو کې د شپږ شپيته هکتاره شاړې ځمکې خړوبولو لپاره د اوبه خور سيستم جوړ کړی او هڅه کوي، چې نورې شاړې ځمکې هم ابادې کړي.هغه پر مرکزي حکومت غږ وکړ، چې شاړې ځمکې کرنې لپاره برابرې کړي، ترڅو ولسونو او حکومت يې له ګټو برخمن شي.
د ننګرهار ورزش کارانو د سوک وهنې يو لوبغاړی، چې په اسيايي لوبو کې يې برخه اخيستې وه وستايه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې ورزشکارانو د عبدالجبار کوچي په نوم هغه لوبغاړی، چې په اسيايي سياليو کې يې د تايلينډ په هېواد کې برخه اخيستې وه د ولايت مقام او ورزشکارانو له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې وستايل شو.دغه غونډه چې د افغان جهاد سوک وهنې په مرکزي کلپ کې جوړه شوې وه، په کې د ولایت مقام د دفتر رئیس انجنیر فرید ناصرزي، د فدراسیونونو د اتحاديې رئيس زمري عرب، د افغانستان د کيک بوکسنګ فدراسيون رئيس استاد عبدالرشيد غزنوي سربيره د ننګرهار د پهلوانۍ، جمناستیک، اتلتیک خفیفه ، معیوبینو ، پروفیشنل بوکس، کراته، صبح آزادي سازمان او د فدراسیونونو رئیسانو، استادانو او ورزشکارانو ګډون درلود .د ولایت مقام د دفتر رئیس انجنیر فرید احمد ناصرزي اتل عبدالجبار کوچي او استاد انور الرحمن سمسور ساپی د ولایت مقام په ستاینلیکونو وستایل .نوموړي د اتل عبدالجبار کوچي د میړانې او لاسته راوړنو مبارکۍ ترڅنګ د نوموړي روزونکي استاد انورالرحمن سمسور ساپي څخه مننه وکړه ، چې ملی اتلان يې روزلي او لا په دغه برخه کې هڅې کوي.هغه زیاته کړه چې ، افغان لوبغاړو په نشتو امکاناتو او تش لاس د نړیوالو لوبغاړو سره سیالۍ کوي او خپل هېواد ته ویاړونه راوړي ، چې د هېواد لپاره ستر ویاړ ګڼل کيږي.ښاغلي ناصرزی راغلو استادانو او ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ، چې ولایت مقام ژمن دی، چې ورزشکارانو ستونزې حل کړي او په دغه برخه کې ورته لا ورزش کولو زمینې برابرې کړي تر څو ورزشکاران په ډاډمنه فضاء کې خپل ورزش ته ادامه ورکړي؛ ځکه ورزشکاران د ملی وحدت سمبول او د سولې سفیران دي .د افغان سوک وهنې کلپ روزنکي استاد انورالرحمن سمسورساپي د وینا پر مهال د ننګرهار والی شاه محمود میاخیل ، او له هغو استادانو څخه مننه وکړه ، چې اتل عبدالجبار کوچي سره يې نقدې مرسته کړي وه ، او په دغه برخه کې د لا همکاریو غوښتنه وکړه .د راغلو استادانو په استازولۍ د فدراسیونونو د اتحاديې رئيس استاد زمري عرب ، حاجی ضیاء الرحمن قريشي، استاد حشمت الله ذوالفقار خبري وکړي او قهرمان عبدالجبار کوچي یي په ډالیو، او سوغاتونو وستایل .د غونډې په پای کې د استاد انورالرحمن سمسور ساپي په نوښت د پهلوانۍ فدراسیون د دوه تنو استادانو استاد حاجی ایمل احمدزي او استاد فهیم پهلوان تر منځ پخوانۍ شخړې، چې درلودلې په دوستي بدلې شوي او یو بل ته د ورورولۍ غاړه ورکړه او همدا راز د ازادو لوبو اتل استاد قیس مجاهد چې په خوست ولایت کې يې اتلولې ترلاسه کړې وه هم وستایل شوه .
د ننګرهار خبريالانو په خوست کې د بي بي سي د خبريال احمدشاه او په کابل کې په يو ځانمرګي بريد کې د وژل شويو خبريالانو خبريالانو د لومړۍ کليزې په پار د هغوی روح ته دعا وکړه او په ياد یې شمعې بلې کړې.