السید سعید مبارک الخیارین الهاجری

تاند- قطر، چې د افغانستان د سولې د خبرو او د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی، د لومړي ځل لپاره د افغانستان لپاره سفیر وټاکه.

د قطر امیر حمدالثاني د دوشنبې په ورځ / اپریل ۲۹/ د یوه فرمان په صادرولو السید سعید مبارک الخیارین الهاجری په کابل کې د قطر د سفیر په توګه وټاکه.

افغانستان په قطر کې سفارت لري خو قطر په کابل کې تراوسه پورې سفارت نه لري.

قطر، سره له دې چې د امریکا له یو شمېر خلیجي متحدانو سره اړیکې نه لري، په عربي خلیج کې د امریکا تر ټولو د سترې اډې کوربه دی.

سعودي عربستان، متحده عربي امارات او بحرین له قطر سره اړیکې پرې کړي او دا کوچنی هیواد د تروریزم په ملاتړ تورنوي.

په دوحه کې د طالبانو دفتر په ۲۰۱۳ م کال پرانیستل شو.

امریکا او طالب استازو پرون په دوحه کې شپږم پړاو خبرې پیل کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *