تاند- سبا (دوشنبه) په افغانستان او ګڼو نورو اسلامي هیوادونو کې د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

سعودي عربستان پرون /یکشنبه/ ماښام اعلان وکړ چې د دوشنبې په ورځ به روژه پیل شي.

د سعودي عربستان العربیه تلویزیون د مذهبي مشرانو په قول وویل چې د شنبې په ورځ سپوږمۍ ونه لیدل شوه؛ نو د مې پنځمه به، چې د یکشنبې ورځ ده، د شعبان د میاشتې وروستۍ ورځ وي.

دې ته ورته د سعودي عربستان ګاونډیو هیوادونو کویت او عراق کړی دی.

افغانستان هم له سعودي عربستان سره په یو وخت روژه پیلوي.

په افغانستان کې حکومت او یو شمېر دیني عالمانو د روژې په میاشت کې د اوربند غوښتنه کړې ده.

خو وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې جنګ په روژه کې لا ډېر ثواب لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *