د سترګو لیدلی حال

د می د میاشتې دوهمه نېټه ده. د غرمې مهال دولس بجو خواوشاه کې یو تن زموږ له نزدې خپلوانو څخه د لوګر ولایت د واغجان تنګي په سیمه کې ترافیکي پېښه کوي. ترافیکي پېښه د دوو ټکسي موټرونو تر منځ کیږې. زه خوست کې یم او  له پېښې څخه د مازدیګر په درې بجو خبرېږم او مخ په کابل حرکت کوم. د لومړنیو مالوماتو له مخې پېښه کې دوه تنه او ځینې وایي چې یو تن مړ شوی دی د خوښۍ خبره دا وه چې زموږ خپلوان ټپي کیږي او کره مالومات نشته.

د انساني ترحم له امله د سیمې خلک ټول ټپیان د لوګر ملکي روغتون ته د ماسپښین په وخت یوه نیمه بجه خواوشاه لېږدوي. نه پوهیږم چې د ټکر په سیمه کې او که په روغتون کې د ټپیانو له جیب څخه مبایلونه نغدې پیسې اسنادونه لنډه دا چې هر څه ویستل کیږي. ځینې خواخوږي ځوانان د فسبوک له لارې د ټپیانو تصویرونه شریکوي او ورسره لیکي چې د دوی شناخت نه کیږي خو اصل خبره داسې ده چې د ټپیانو له جیبونو هر څه غلا شوي دي نو د دوی شناخت به څه ډوب وشي. فسبوک کې زموږ د ټپي مالومات زموږ د ځینو ملګرو په وسیله کېږي او هلته لوګر کې یو چا ته نزدې زنګ وهي چې مالومات وکړي په نتیجه کې مالومیږي چې زموږ یو تن خپلوان هلته په ډېر بد وضعیت کې پیدا کیږي.

د عایني شاهدانو له مخې ټپیانو ته یوازې او یوازې د درد او بې هوښۍ درمل ورکول کېږي او نور یې هیڅ ډول تداوي نه کیږي. په روغتون کې هیڅ ډاکټر او درمل نشته او ټپیان په کټونو کې لکه مړي داسې تړل شوي دي.

موږ خپل ټپي د ځینو ملګرو په همکاري چې هلته نزدې دي رسېږي او ټپي کابل ته انتقالوي.

د مازدیګر په پنځه نیمو بجو کابل کې ټپي د یو ملګري په لارښوونه د فرانسویانو روغتون ته وړل کیږي. د فرانسويانو روغتون ورته هدایت کوي چې ټپي مو امیري میډیکل کمپلکس ته ولېږدوي ځکه چې دلته موږ د دا ډول ناروغانو لپاره کافی وسایل او تشکیل نلرو.

دا چې په هغه ورځو کې کابل کې د سولې مشورتي جرګه دوام لري په ډېرو ستونزو امنیتي ځواکونه امبولانس ته اجازه ورکوي. امیري کمپلکس ټپي نه اخلي او ورته وایي چې دا د زړه د ناروغانو روغتون دی زموږ عاجل دا ډول ناروغان نه قبلوي ځکه چې ددا ډول ناروغانو لپاره لومړني وسایل نلرو خو ورته وایي چې ټپي مو که د جمهوریت روغتون ته انتقال شي نو بهتره به وي.

ماښآم ته وخت نزدې دی زه د لوګر له مرکز پل عالم څخه راوتلی یم خو دا ټول احوال هر څه یو تن ملګری د ټیلیفون په کرښه راکوي.

ماښام شپږ بجې او څلوېښت دقیقې کیږي چې د جمهوریت روغتون ته رسېږي او هغوۍ ترې ناروغ تسلیموي په عاجل خونه کې یې لومړنی تداوي شروع کوي. ملګری بیا راته زنګ وهي چې، دلته خو ډاکټر په زوره مریض ته راغواړو څه وکړو؟

ورته مې وویل چې د جمهوریت روغتون د همدا ډول ناروغانو لپاره ده د ډاکټرانو لارښوونه تعقیب کړئ.

نیم ساعت وروسته بیا زنګ راځي او وایي چې مریض د ابن سینا روغتون ته لېږدوو په جمهوریت کې د سینې عکس اخیستلو وسایل نشته ډاکټران وایي چې ناروغ مو د ابن سینا روغتون ته یوسئ هلته یې د سینې عکس واخلۍ او بیرته ناروغ دلته ته راوړۍ.

ملګري د ډاکټرانو لارښوونه تعقیبوي د ماښام اووه بجې او دېرش دقیقې خواوشاه ټپي ابن سینا ته لېږدوي. د شپې اته بجې شاوخوا زه هم د ابن سینا روغتون ته رسېږمه. کله چې د خپل ټپي پوښتنه کوو اجازه نه راکوي کېږي خو زموږ له دریو تنو څخه یو تن چې خپله ډاکټر دی دننه کېږي.

لس دقیقې وروسته زموږ ملګری بیرته راستنېږي او وایي چې د (سیټي سکېن) عکس لپاره ټپي باید د دریمې کارتې سیمه کې سلطاني روغتون ته یوسو. موږ ټول پوښتنه کوو ولې یې د یو عکس لپاره هلته لېږدوو؟ ایا دلته سیټي سکېن نشته؟ هغه له ډېر قهر وایي نه دلته هیڅ هم نشته.

د شپې پر نهه بجو خواو شاه د کابل امبولانس په وسیله ټپي د سلطاني روغتون ته لېږدوو. هلته سیټي سکېن کېږي. د شپې پر لس نیمو بجو بیرته ټپي د جمهوریت روغتون ته انتقالوو. هغوۍ چې اسنادونه راکړي وه اخلي او وایي چې ناروغ مو دلته بستر کېږي دلته بیروبار باید جوړ نه شي یو یا دونه تنه ورسره پاتې شۍ.

د جمهوریت دننه چې وضعیت وینو او خپل ټپي ته ګورو زړه مو هیڅ ډاډ نه کوي چې زموږ ټپي د دلته روغ پاتې شي.

روغتون کې د وسایلو نه شتون په زوره د ډاکټر راغوښتل دا هغه ستونزه وه چې په ټولو دولتي روغتونو کې موږ له نزدې ولیدله.

په جمهوریت روغتون کې د امبولانس غوښتنه کوو چې ټپي په نوي ښار کې یو شخصي روغتون ته ولېږدوو کړو خو ځواب منفي تر لاسه کېږی مسول کس وایي چې امبولانس نشته.

یو تن ملګری د امبولانس کوم شرکت ته زنګ وهي پوره نیم ساعت وروسته امبولانس رارسېږي او او ټپي نوي ښار کې یو شخصي روغتون ته لېږدوو.

د شپې په دولسو بجو او شل دقیقو ټپي ایله داسې ځای ته رسوو چې زړه مو ډاډګیرنه کوي. په کم وخت کې د ټپي ټول معاینات چیک کېږي او راته ویل کېږي چې ، ناروغ مو د ټکر له امله سخت ټکان لیدلی او تر ټولو غټه ستونزه داده چې ده ته په لومړي سر کې ډېرې تېزې د درد او بې هوښۍ درمل ورکړل شوي دي نو بیرته نورمال حالت ته راتګ یې وخت نیسي.

پېښه د غرمې دولس نیمو بجو خواو شاه شوې وه موږ خپل ناروغ د شپې په دولسو بجو او شلو دقیقو خپل ناروغ تر داسې یو روغتون ورسولو چې ایله زموږ په زړه وه او هلته یې په ډاډ سره پاملرنه وشي. وروستی شخصي روغتون زموږ اتم روغتون کېدلو چې موږ خپل ناروغ ورته بوتللو.

زموږ د ټپي بخت ښه وه هیڅ وینې شوی نه وه خو نور یې حالت ډېر خراب وه زړه او سږو یې سخته ضربه لېدلې وه خدای مه کړه که چېرته دده لاس پښه یا د وجود کومه بله برخه وینې شوې وای بیا نو ډېره ستونزمنه وه چې ژغورل شوای وای.

زه نه پوهېږم ولې په ټول کابل کې داسې یو مجهز روغتون نشته چې د دا ډول ناروغانو درملنه وکړل شي. یو روغتون ټول وسایل نلري مجبور مکلف یې چې ناروغ په څو روغتونونو وګرځوې چې پوره درملنه یې وکړې.  د لوګر ملکي روغتون هم همداسې درواخله درملنه خو د نه وی شوې چې له ناروغانو څخه خو غلا نه کیدلی.

دا هر څه په داسې حال کې ده چې زموږ د عامې روغتیا وزیر د نړۍ په کچه د غوره وزیر مډال اخلي او د ۱۳۹۸ مالي کال لپاره (۱۲،۸۷۳،۸۸۴،۸۷۱) دوولس میلیارده اته سوه درې اویا میلیونه اته سوه څلور اتیا زره او اته سوه یو اویا افغانۍ یوازې او یوازې پراختیایي بودیجه او (۱۶،۸۸۰،۳۰۱،۴۵۱)  شپاړ س میلیارده اته سوه اتیا میلیونه درې سوه یو زره څلور سوه یو پنځوس عادي بودیجه لري مګر بیا هم کابل کې داسې دولتي روغتون وجود نلري چې ډاډه ورشې. بلخوا شخصي روغتونونو کې د معایناتو او درملو نرخونه په خپل سر ټاکل کیږي که ووینو د نزدې هیوادونو په کچه تر ټولو ګران تمامېږي خو نتیجه یې تل منفي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *