تاند- ایچ پي کمپنۍ یو نوی هیډسیټ جوړ کړی چې ډېر سپک دی او له وینډوز اپرېشن سیستم سره ستونزه نه لري.
دا هیډسیټ ریورب نومېږي او د دې لپاره سپک ډیزاین شوی چې غاړه ستړې نه شي.
ریورب په دوو ماډلونو کې جوړ شوی، د یوه بیه ۵۹۹ ډالره ده او بل، چې د مسلکي خلکو لپاره طراحي شوی، ۶۴۹ ډالره دی.
له دې هیډسیټ سره یو جلا څه باندې نیم متره سیم او ماسک هم شامل دي.
ایچ پي تراوسه پورې دا هیدسیټونه بازار ته نه دي راایستلي.
ایچ پي وايي چې په اپریل میاشت کې به یې بازار ته راوباسي.
خو ویل شوي چې وزن یې د بلوټوت له لارې کنټرولېدای شي.
پنځه ښه هیدسیټونه