تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي نن په یوه خبري غونډه کې پر کاونټرپارټ موسسې د حملې د مرګ ژوبلو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

ده وویل چې په دې برید کې د یوې ښځې او یوه پولیس په شمول ۵ تنه وژل شوي او همداراز ۵ حمله کوونکي وژل شوي دي.

د ښاغلي رحیمي په وینا په دې برید کې ۲۴ تنه ژوبل شوي چې د هغوی په منځ کې پولیس هم شامل دي.

رحیمي:پر کاونټرپارټ موسسې حمله پای ته ورسېده

تاند- د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي، په کابل کې پر کاونټرپارت موسسې د طالبانو تروریستي حمله د ټولو ترهګرو په وژلو پای ته ورسېده.

رحیمي په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې وروستي دوه تنه، چې مقاومت یې کاوه ووژل شول.

ښاغلی رحیمي وايي، امنیتي ځواکونه د کاونټرپارت موسسې په ودانۍ کې پلټنه کوي. تراوسه پورې څرګنده نه ده چې په دې برید کې، چې وسله والو طالبانو یې مسوولیت په غاړه اخیستی، څو تنه وژل شوي دي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې تر ۲۰ ډېر کسان ژوبل شوي دي. د ټپیانو په منځ کې د کوم بهرني یادونه نه ده شوې.

رحیمي: امنیتي ځواکونو ۱۶۷ تنه ژغورلي خو نښته لا روانه ده

تاند- د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وايي چې امنیتي ځواکونو د کاونټرپارټ موسسې ۱۶۷ کارکوونکي ژغورلي دي.

رحیمي وايي چې اوس امنیتي ځواکونه د کاونټرپارټ موسسې لومړی او دوهم پوړونه پاک کړي او په درېیم او څلورن پوړ کې تصفیوي عملیات کوي.

د ښاغلي رحیمي له څرګندونو داسې ښکاري چې طالبان د ودانۍ منځ ته ننوتي دي.

دی وايي چې پولیسو له دې موسسې څخه ۱۶۷ تنه روغ رمټ ایستلي دي.

کاونټرپارټ یوه امریکايي موسسه ده چې له ۲۰۰۵ څخه په افغانستان کې فعالیت کوي.  لږترلږه ۲۴ تنه ټپیان روغتونونو ته رسول شوي دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، دا موسسسه د امریکا د نړیوالې پراختیا د ادارې (USAID) له لوري تمویل کېږي او په وروستیو کې د افغانستان د انتخاباتو څارنه کړې وه او له انتخاباتو سره یې مرسته کړې وه.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تور لګولی چې کاونټرپارټ نړیواله موسسه په افغانستان کې د لوېدیځ په مضرو فعالیتونو کې دخیله ده.

ده دا موسسه د امریکا یوه اداره بللې ده.

د ارګ خبرپاڼه

په کابل ښار کې پر یو ملکي دفتر د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

۱۳۹۸ کال د غویي ۱۸

ارګ، کابل: د طالبانو ډلې د روژې مبارکه میاشت کې د کابل ښار د لسمې حوزې اړوند سیمه کې پر یو ملکي دفتر د تروریستي برید په ترسره کولو سره یو ځل بیا نه بښونکي جنایت ترسره کړ.

طالبانو د دغه جنایتکارانه عمل د مسوولیت په منلو سره یو ځل بیا وښوده چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر او د سولې مشورتي لویې جرګه کې د ملت د جمعي غوښتنې په تقابل کې دي.

جمهوررئیس غني د دغه جنایتکارانه عمل د غندنې ترڅنګ وویل: طالبان باید د افغان ولس سوله ییزې غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي، له دې مه واره به یې زموږ اتل او زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونه سخت وځپي.

جمهوررئیس د دې غمناکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او همدردۍ مراتب څرګندوي.

طالبانو پر کاونټرپارت موسسې د حملې مسوولیت په غاړه واخیست

وسله والو طالبانو په کابل کې پر کاونټرپارټ مرستندویې موسسې د نن ورځې د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د لومړنیو راپورونو له مخې، په دې برید او چاودنو کې لږترلږه ۱۵ تنه ټپیان شوي دي. برید په موټربمي چاودنې پیل شو او وروسته څو تنه وسله وال انتحاریان د موسسې ودانۍ ته ننوتل.

د عامې روغتیا وزارت ویندوی وايي چې تراوسه ۱۵ ټپیان روغتونونو ته وروړل شوي دي خو ګومان کېږي چې د مرګ ژوبلو شمېر زیات وي. ټول ټپیان ملکیان دي او د هغوی په منځ کې تراوسه پورې کوم بهرنۍ نشته.

مخکې ویل شوي و چې پر پاملرنې موسسې برید شوی دی خو طالبان وايي چې پر کاونټرپارت موسسې یې د دې لپاره برید کړی چې د دوی په وینا د اشغالګرانه فعالیتونه یې کول. دا موسسه لویې څارنوالۍ ته نژدې موقعیت لري.

کاونټرپارټ موسسه له ۲۰۰۵ م کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.

ګومان کېږي چې دا برید د فراه د حملې په غچ کې شوی وي.

راپورونه وايي چې د یکشنبې په شپه په فراه کې د ناټو ځواکونو په هوايي برید له ۵۰ تر ۱۵۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په کابل کې زوروه چاودنه شوې

تاند- په کابل کې د لویې څارنوالۍ مخته په ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې چاودنې سخت تاوانونه اړولي دي.

د دې چاودنې په نتیجه کې، چې څو شېبې مخکې وشوه، د مرګ ژوبلو راپور نشته خو په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو عکسونو ښکاري چې ګڼ موټرونه سوځېدلي او همداراز شاهدان وايي چې د کابل په اسمان کې تورلګوي ښکاري.

ځینې راپورونه وايي چې دوې چاودنې شوي خو دا خبر لا تایید شوی نه دی.

ځینې شاهدان وايي چې له چاودنو وروسته د پېښې په ځای کې د ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامرز وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو په نوي ښار کې پر یوه خیریه موسسه برید کړی دی. فرامرز وايي ممکن دوه حمله کوونکي پاملرنې موسسې ته ننوتي وي.

تراوسه پورې د پېښې په ځای کې د ۳ چاودنو ږغونه اورېدل شوي دي.

د دې خبر نور جزییات همدلته خپرېږي.

One thought on “پر کاونټرپارت موسسې په برید کې د ۵ حمله کوونکو په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي”
  1. شرمیدلو طالبانو خپل د ناخلف پلارونو حرمونیو او تور مخو پنجابینو په امر بیا د افغانانو وینی تویي کری. لعنت د وي په دی بیناموسه ترورستانو . له تولو افغانانو او مطبوعاتو هیله کوم چی دی لعنتي او د پاکستان لاسپوسي دله ته نور د طالب کلمه استعمال نه کري. دوی د پاکستان له خوا د افغان نسل وژنی لپاره موظف شوی. دوی ته باید له دی وروسته پاکستانی دلالان وويل شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *