تاند- وسله وال طالبان وايي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې نن /پنجشنبه/ پای ته ورسېدې.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې لیکلي:«په دې پړاو کې په تیرو مذاکراتو کې په ترتیب شوې مسوده بحث وشو، په ځينو برخو کې پرمختګ وشو او ځينې برخې يې لا پاتې دي.
په راتلونکي مذاکراتي غونډو کې به په پاتې مواردو هم بحث وشي.
د مذاکراتو شپږم پړاو په مجموع کې مثبت وو، دواړو خواوو د یو بل نظریات په ښه حوصله سره واوریدل.
اوس به دواړه طرفونه تر بل پړاو پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه غور او مشورې کوي او راتلونکي پړاوته به آمادګي نیسي.»
ده نور جزییات نه دي ورکړي. تراوسه پورې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په قطر کې د سولې شپږم پړاو خبرې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ پیل شوې.