تاند- د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی هم وايي چې د دوحې په خبرو کې پرمختګ شوی دی.
خلیلزاد ویلي چې له طالبانو سره د سولې په شپږم پړاو خبرو کې یو څه پرمختګ شوی او دواړو خواوو د یو بل نظرونه په زغم اورېدلي دي.
تر دې وړاندې پرون د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد او د دې ډلې د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین هم له امریکایانو سره د طالبانو په خبرو کې د پرمختګ یادونه کړې وه.
خلیلزاد تېره شپه په خپل ټویټري پیغام کې لیکلي«موږ په جزییاتو کې په دقت داخل شوي یوو او شیطان تل په داسې جزییاتو کې وي.»
ده په عین حال کې ویلي«په هر حال د جګړې شدت او او د بېګناه خلکو وژل کېدا ته په کتو د خبرواترو اوسنی سرعت کافي نه دی او موږ لا چټک پرمختګ ته اړتیا لرو.»
طالبانو ویلي چې د هغې مسودې په ځینو برخو کې پرمختګ شوی چې په تېرو خبرو کې پرې بحث شوی و.
دوی ویلي چې د دې مسودې پر نورو برخو به په راتلونکو خبرو کې بحث وشي.
د قطر شپږم پړاو خبرو ۹ ورځې دوام وکړ او د دوشنبې په ورځ د روژې د پیل په مناسبت یوه ورځ پکې دمه وشوه.