خبریال: رفيع الله  مندوخېل،  اسلام اباد

د بلوچستان د اېډز ناروغۍ د مخنيوي ادارې  بلوچستان اېدز کنټرول پروګرام  د تازه خپاره شوي  راپور  له  مخې  د ايالت  په  دوه دېرش ولسواليو کې په اېډز ناروغۍ  د اخته  کسانو شمېر پنځه  زره  ته رسېدلی  دی او زياتره  ناروغان  په  کوټه، ډېره  بګټي، تربت، نصيراباد او سيوۍ سيمو کې د ايډز ناروغۍ په  ويروس اخته  شوي دي.

د ادارې  ايالتي مشر ډاکټر افضل زرکون  وايي، چې په بلوچستان کې، چې ۱۲ ملیونه نفوس لري، د راجسټر ناروغانو شمېر يوولس سوه  دري دېرش دی، او د ايالت په بېلابېلو سيمو کې شپږ دېرش ماشومان  هم  له  ياد ويروس څخه  اغېزمن  شوي دي. خو د نوموړي په  خبره  په  ايالت  کې  د ناروغۍ د مخنيوي د پروګرام  له مخې د يوولس سوه  راجسټر ناروغانو له  ډلې شاوخوا اته  سوه  ناروغان   په  وړيا توګه  تداوي شوي دي.

د احصايې له  مخې په  کوټه  کې درې سوه  يو پنځوس، په  تربت کې دوه  سوه  درې څلوېشت، په پښين کې يو پنځوس، په کلاعبدالله  کې اووه  دېرش، په  لسبېله  کې دري دېرش، په  نوشکي کې دوه دېرش، په  ږوب کې نهه  ويشت، په  ګوادر او بوري کې اته  ویشت او په  کلاسيف الله  کې اووه ويشت  د اېډز ناروغان  راجسټر دي.

زرکون  زياتوي، چې  د ايالت په پنځو زندانونو کې د درويشت سوه زندانيانو له ډلې اته  ويشت  په  ايچ  ای وي اېډز اخته  دي او زيات  شمېر يې د ګډاني په  محبس کې دی. په  کوټه کې د سل نرښځيانو له  ډلې په  لس نرښځيانو کې د  اېډز ويروس کشف  شوی دی  او احتمال شته  چې نور خلک په  اېډز ناروغۍ اخته  کړي.

د پاکستان  د روغتيا وزارت  وايي چې  د وروستيو شمېرو  له  مخې  دا مهال په  دې هيواد کې يونيم لک کسان په  اېډز اخته  دي چې له  دې ډلې پنځه  اوويا زره  په  پنجاب ايالت، شپېته  زره  په  سند ايالت، پنځلس زره  په  خيبر پښتونخوا ايالت  او پنځه  زره  په  بلوچستان ايالت  کې دي. په  تېره يونيمه  لسيزه کې په  ناروغۍ د اخته  کسانو په  شمېر کې يولس سلنه  زياتوالی راغلی دی. د دې  هيواد  په  ټول  نفوس کې ٦٥ سلنه  ځوانان دي، چې  له  شپاړس بيا تر پنځه  ويشت کلنۍ پوري ځوانان په  اېډز اخته دي. په  پاکستان کې  اېډز  تراوسه  د شپږ زره خو په  بلوچستان کې د څه  د پاسه  درې سوه کسانو ژوند اخيستی دی.

ډاکټران  وايي، چې د اېډز ويروس وهلې وينه  يا ککړه  پيچکاري لګول او له کوره بهر د نارينه  وو جنسي اړيکي د ايچ اى وي اېډز لامل ګرځي. د ناروغۍ د مخنيوي يوازځنۍ لاره  عامه  پوهاوی دی، چې ورته  تر اړتيا لږ پاملرنه  شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *