تاند- په غزني کې، چې ورڅخه هره ورځ په جګړو کې د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کېږي نن /شنبه/ د یوه ماین چاودنې ۷ ماشومان ووژل او ۲ نور ژوبل کړل.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي، چاودنه د غزني ولایت مرکز غزني ښار ته نژدې په عمومي سړک هغه مهال وشوه چې ماشومان د لوبو په ترڅ کې پر ماین وختل.

ده زیاته کړه«دا ماین وسله والو طالبانو پر عمومي سړک امنیتي ځواکونو ته ایښی و.»

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبان عموماً پر لویو لارو ماینونه ږدي چې له کبله یې ډېر ځلې ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوړي.

د غزني د ولایتي شورا یو غړی امان الله کامراني وايي چې وژل شویو ماشومانو د ۴ او ۷ کلونو ترمنځ عمرونه لرل او څلور تنه یې د یوې کورنۍ ول.

تېره میاشت په لوګر ولایت کې ۷ ماشومان ووژل شول او ۱۰ نور په لغمان کې د هاوان د ناچاودلې ګولۍ د چاودنې په نتیجه کې ژوبل شول.

د ملګروملتو د راپور پر اساس په ۲۰۱۸ م کال په افغانستان کې د ۹۰۰ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۴ ملکیان ووژل شول او ۷۰۰ نور ژوبل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *