مقر کې د طالبانو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې (۷) ماشومان شهیدان شول
شنبه ۲۱/۲/۱۳۹۸
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اړوند د چمبرانو په سیمه کې نن سهار شاوخوا(۸:۳۰) بجي د وسله والو طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې اوه(۷) ماشومان شهیدان او دوه (۲) تنه ټپیان شوي دي.

یاده پیښه داسي مهال رامنځته شوي چې یاد ماشومان کلي ته څیرمه پر لوبو بوخت وو، چې پر مهال یې د طالبانو لخوا په لاره کې پر ځای پر ځای شوي ماین ور برابر شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې وسله وال طالبان تل له هستوګنیزو کورونو څخه د سپر او سنګر په توګه کار اخلي او ترڅنګ یې په عامه لارو کې ماینونه ځای پر ځای کوي چې ډیری مهال یې قربانیان بیګناه ملکي کسان وي.

دغه راز د یوبل خبر له مخي تیره شپه شاوخوا(۱۲:۲۰) او (۱:۰۰) بجي د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ او د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ ترمنځ پراته د شفتل، جنګلي او دو آب سیمو کې د ائتلاف ځواکونو په هوایې بریدونو کې
اته (۸) تنه طالبان وژل شوي او (۱۱) تنه ټپیان شوي دي

شنبه ۲۱/۲/۱۳۹۸
د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسي د دريو هوایې بریدونو او د طالبانو د دوو قومندانانو ترمنځ خپلمنځي نښته کې ۱۶ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په لومړي اقدام کې ائتلاف ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په سیدوال او جوی چهار سیمو کې دوه هوایې بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې یې څلور(۴) تنه وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز ائتلاف ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په رازبیګ کلي کې پر یوه مدرسه چې طالبان پکي راغونډ شوي وو یو هوایې برید ترسره کړی چې پکي اته (۸) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بلخوا د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې تیره ورځ د دوو طالب قومندانانو سرحدي او حقاني د کسانو ترمنځ خپلمنځي نښته شوي چې پکي څلور(۴) تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي

غزني کې ۲،۵ ټنه بلیډر چرګان ونیول شول
شنبه ۲۱/۲/۱۳۹۸
غزني کې ۲،۵ ټنه بلیډراو زاړه چرګان چې په قاچاقي توګه وارد شوي وو، تر نیولو وروسته نن د ټاکل شوي هیأت په حضور کې ذبحه او په یوه مناسب ځای کې خښ کړل شول.
یاد چرګان د غزني ولایت د کرني ریاست او د چرګو د فارم لرونکو اتحادیې لخوا کشف او ونیول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *