تاند- د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د پخواني شوروي اتحاد د اکثرو نورو ولسمشرانو په شان یوازې ولسمشر نه دی بلکې ډېر نور کمالونه هم لري.
پوتین د کاراتې او جودو تکړه لوبغاړی دی، ښه لامبوزن هم دی، په اس سپرلۍ کې هم نوم لري، په فوټبال کې هم مهارت لري او د یخي هاکي هم کولی شي.
په وروستیو ورځو کې پوتین د یخي هاکي په یوې سیالۍ کې ګډون وکړ او ۸ ګولونه یې ووهل خو د لوبې له پای ته رسېدو وروسته په داسې حال کې چې د نندارچیانو له مخې تېرېدو او هغوی ته یې لاس خوځاوه، ولوېد.
پوتین د لوېدو له کبله ژوبل نه شو او سمدستي پورته شو او پر یخي یې حرکت ته دوام ورکړ.
په ویدیو کې د پوتین د لوېدو صحنه وینئ.
ماشالله حاج پوتین هم همه کار می کنه جالب بود زمین خوردنش