تاند- د امریکا د دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګېټس وايي، امریکا باید له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر ایستلو مخکې دا یقیني کړي چې د افغانستان حکومت ټینګ دی.
رابرټ ګېټس، چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې په ډېرو کلونو کې دفاع وزیر پاتې شوی، پرون /شنبه/ د سي بي ایس تلویزیون له (Face The Nation) خپرونې سره په مرکه کې خبرداری ورکړ چې که امریکايی پوځیان له افغانستانه ووځي نو حقیقي خطر شته چې طالبان بیا افغانستان ونیسي.
ګېټس د جورج بوش او بارک اوباما د ولسمشرۍ په دورو کې له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د امریکا دفاع وزیر و.
ده وویل، د ولسمشر ډانلډ ټرمپ حکومت باید له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو تر ایستلو مخکې بشپړ ډاډ ترلاسه کړي چې د افغانستان حکومت ټینګ دی.
ګېټس په همدې اړه زیاته کړه«فکر کوم مهمه دا ده چې په کومو شرایطو کې خپل پوځیان باسو. فکر کوم د افغانستان حکومت ته د پایښت لپاره د امکاناتو ورکول د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېر مهم دي.»
ده خبرداری ورکړ چې له افغانستانه د امریکايی پوخیانو بې وخته وتل به له خطر سره د افغان ښځو د حقونو د مخامخېدو په ګډون خطرناک عواقب ولري.
د امریکا حکومت له یوې مودې راهیسې له طالبانو سره په خبرو بوخت دی او هڅه کوي چې طالبان تر فشار لاندې راولي چې افغانستان بیا د تروریستانو پر ځالې بدل نه کړي او د ښځو د حقونو په شمول د افغانستان د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې رد نه کړي.
طالبان ظاهراً وايي چې د ښځو د زده کړو او کار کولو په شمول د هغوی له حقونو او د تېرو ۱۸ کلونو له بریاوو سره مخالفت نه کوي خو ډېر شنونکي د طالبانو پر ژمنو باور نه کوي.
طالبان تراوسه پورې حاضر شوي نه دي چې اوربند وکړي او دا یې هم نه دي ویلي چې که امریکايي پوځیان ووتل دوی به د افغانستان د حکومت پر ضد له جګړې لاس واخلي.
دا ډله یوازې وايي چې که بهرني ځواکونه ووتل له نورو افغانانو سره جوړ راتلای شي خو دا په داسې حال کې ده چې تل یې د افغانستان له حکومت سره له خبرو ډډه کړې ده.