تاند – د افغان کومانډو ځواک سرتېرو د غزني ولایت د مرکز په ګوسفندي په سیمه کې څلور پاکستاني ترهګر چې غوښتل یې په ښار کې نا امني جوړه کړي ووژل.
ویل کیږي چې په دغو عملیاتو کې ۱۱ تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي دي.
افغان امنیتي ځواکونو د وژل شویو پاکستانیانو اسناد له رسنیو سره شریک کړي دي.
دا لا روښانه نه ده چې آیا پاکستانیان د هغه هېواد د پوځ او یا نورو امنیتي ادارو غړي دي که د استخباراتي ادارو له خوا تحریک شوي عام وګړي دي.
تحلیلګران وایي چې د افغانستان د حکومت مخالفو وسله والو ته د پناه ورکولو او د هغوی د ټپیانو د تداوي کولو تر څنګ یو شمېر پاکستاني نظاميان او متخصصین هم له هغوی سره د جنګ په جبهو کې حضور لري.
ویل کیږي چې د پاکستان استخباراتي او پوځي ادارې له نژدې څلور نیمو لسیزو راهیسې په مستقیم ډول د خپلو نظامیانو او په غیر مستقیم ډول له خپلو اجیرو افغان ملېشو څخه په استفادې سره هڅې کوي چې په افغانستان کې مرکزي حکومتونه ونړوي.