د نغلو- سروبي د ۱۷ بابه ترانسفارمرونو د لګولو او برښنا د ۲۰ کیلوولټ توزیعي شبکې د جوړیدو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې به نږدې راتلونکي کې به دا پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ددې پروژې په پرانیستلو سره به د نغلو برښنا بند لاندې قلعه حبیب او اوریاخیلو کلیو سربیره د نغلو- سروبي په سیمو کې یو زیات شمیر پیریدونکي د برښنا څخه برخمن او د برښنا د لیږد زمینه به ورته برابره شي.
دغه راز ددې پروژې په عملي کولو سره به د اوریاخیلو او بادپښ کلي د نغلو د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ برښنا کوټ سره هم ونښلول شي.
د افغانستان برښنا شرکت د رهبري پلاوی هڅه کوي چې له پلان او امکاناتو سره سم د هیواد ګوټ ګوټ ته معیاري او ډاډمنه برښنا ورسوي.
لغمان کې د برښنا د پوروړو په وړاندې د جدي اقدام پیل
د لغمان برښنا مسؤلینو د خپلو هغو پوروړو په وړاندې د برښنا د عوایدو د را ټولولو او برښنا مزو د پریکیدو لړۍ پیل کړه چې له دوو دورو را په دیخوا یې د لګول شوې برښنا د لګښت پیسې بانک ته ندې تحویل کړي..
د لغمان برښنا مسؤلین وایي، چې دا لړۍ به دوامداره وي، هغه پیریدونکی چې په ټاکل شوې وخت د برښنا لګښتونه نه تحویلوي او یا په غیرقانوني ډول له برښنا څخه ګټه اخلي د برښنا مزي یې پري او فیوزیونه یې له میټر بکسونو څخه وویستل شول او ترهغې چې خپل د برښنا لګښتونه تحویل نه کړي هیڅوک نشي کولای چې د برښنا مزي یې بیرته ونښلوي .
دوی وایي چې د لګول شوې برښنا د پیسو په را ټولولو کې جدي دی، سرغړونکي به عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپيژني او له هیچا سره به په دې برخه مراعات ونه کړي.
د افغانستان برښنا شرکت