د ملک سلمان مرستندويه او د خيریه کارونو مرکز (KSRelief) د روژې مبارکه مياشت کې د شل زره کارتنه خوراکي توکو د ويش پروژه پېل کړه.
د نوموړې پروژې افتتاحي پروګرام تېره ورځ د مهاجرينو وزارت په انګړ کې  د سعودي عربستان سفير ښاغلی استاذ جاسم الخالدی، او د مهاجرينو وزیر ښاغلی سیدحسین عالمی بلخی، د کابل ولايت والي شاغلی محمدیعقوب حیدري او په ټولنیزو چارو کې د مهاجرينو د وزارت مستشار ښاغلي سباوون صاحب او خيریه مؤسسې مدير په حضور کې تر سره شو.
نوموړې پروژه له کابل ولایت څخه پیل شوه، چې په ترڅ کې یې تر اوسه څلور زره اووه سوه کورنۍ له نوموړو مرستو برخمنې شوې، او ننګرهار ولايت کې هم درې زره شپږسوه دېرش کورنۍ تر اوسه برخمنې شوي او دا لړۍ به دوام لري، چې په نږدې راتلونکي کې به نورو ولایتونو ته وغزېږي.
ياده دې وي چې نوموړې پروژه د مهاجرينو د وزارت سره په همغږۍ تر سره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *