سه شنبه ۲۴/۲/۱۳۹۸
د غزني ولایت د مرکز او ده یک ولسوالۍ په اړوندو کې تیره ورځ مازدیګر او تیره شپه د دریو هوایې بریدونو او د وسله والو د یوه غلچکي برید په ترڅ کې شپاږ(۶) تنه وسله وال وژل شوي، یو امنیتي سرتیری شهید او یو تن ټپي
شوی دی.
په لومړي اقدام کې تیره ورځ ناوخته د غزني ولایت د مرکز اړوند په آرزو او احمد آباد سیمو کې د ائتلاف ځواکونو په دوو هوایې بریدونو کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
بلخوا تیره شپه د ده یک ولسوالۍ اړوند تاسنګ سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه فولډر موټر د ائتلاف ځواکونو په هوایې برید کې د طالب قومندان ملا رحمت الله څلور(۴) تنه وسله وال وژل شوي دي.
دغه راز تیره ورځ مازدیګر ناوخته د غزني ښار په بزازۍ سیمه کې له بي غږه تمانچي څخه په استفادي په یوه تروریستي برید کې یو امنیتي سرتیری شهید او یو تن ټپي شوی دی.
هاخوا تیره شبه ګډو ځانګړو افغان او بهرنیو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په اړوندو کې عملیات ترسره کړي چې جزئیات به یې وروسته شریک شي.
سؤیل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو او غوڅ ملاتر قومندانانو غزني ته سفر وکړ
دوشنبه ۲۳/۲/۱۳۹۸
په سؤیل ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان جنرال دادان لونګ او د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال اډمیرال نن له غرمي مخکي د یوه سفر په ترڅ کې غزني ولایت ته راغلل.
له دغه سفر څخه موخه په غزني کې د روان امنیتي وضعیت، د ترسره شوبو عملیاتونو او د وسله والو د ځپلو د روانو چارو ارزونه، د ضعف او قوت د ټکو تشخیص، د نورو اقدامانو د غوره تطبیق لپاره سلا مشوري او د امنیتي
ځواکونو اړتیاوو ته رسیدګي وه. د غزني والي وحیړالله« کلیمزي» په ګډه جوړه شوي ناسته کې د امنیت په برخه
کې د وروستیو میاشتو لاسته راوړني وستایلي او ټینګار یې وکړ چې د دي ولایت په امنیتی وضعیت کې خورا ښه بدلونونه رامنځته شوي دي.
د غزني والي د پوځي ځمکنیو او هوایې عملیاتو په ترسره کولو کې د ملکي کسانو د مصئونیت په برخه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو او سؤیل ختیځ زون کې د غوڅ ملاتړ له قومندانانو څخه د دقت غوښتنه وکړه.
کلیمزی: د غزني خلک به د پراخو امنیتي پر مختګونو شاهدان وي
د ولایت مقام اداري ناسته نن والي وحیدالله«کلیمزي» په مشرۍ او د ځایې ادارو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه.
والي ښاغلي کلیمزي ناستي ته خپلو خبرو کې د امنیت په برخه کې له تیرو څو میاشتو راهیسي دي ولایت کې له سترو لاسته راوړتو او وسله والو ته د پراخو ځاني او مالي تلفاتو له اوښتو او د هغوی د لسګونه مرکزونو او پټنځایونو
له ویجاړولو خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې غزني میشت به ډیر ژر د امنیت په برخه کې د پراخو مثبتو بدلونونو شاهدان وي.
هغه وویل: (( د امنیت له ښه والي سره به په ټولو لري سیمو کې پراختیایې چارو ته زمینه مساعده شي.))
وروسته د ولایت مقام اداري او مالي او د بشري سرچینو رئیسانو په اړونده برخه کې له بیلابیلو ادارو څخه د خپل نظارت او ارزوني راپورونه وړاندي کړل.
دوشنبه ۲۳/۲/۱۳۹۸
په غزني کې پر هستوګنیزو کورونو د وسله والو طالبانو د توغندیو د لګیدو او ماین چاودنو له کبله د (۱۸) شهیدو او ټپي شویو ملکي کسانو له کورنیو سره د والي وحیدالله«کلیمزي» له هدایت سره سم ځانګړي مرسته وشوه.
د غزني والي وحیدالله«کلیمزي» د ملکي شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د یادو مرستو د سپارلو پر مهال د جګړي په ترڅ کې ملکي کسانو ته د زیان پر اوښتو ژوره خواښیني څرګنده کړه او ټینګار یې وګړ چې د دولت وسله وال مخالفین
خپلو موخو ته د رسیدو لپاره له هیڅ جنایت څخه سپما نکوي.
هغه وویل: (( حکومت او امنیتي ځواکونه یواځي او یواځي ولس ته د هوسا، آرام او ښه ژوند برابرولو او د هغوی له ځان او مال څخه د ساتني لپاره کار کوي، د ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو، بندونو او نورو عامه پروژو له تطبیق
څخه موخه ولس ته خدمت دی چې هغوی تري ګټه اخلي، خو مخالفین به ورانۍ، جګړي او د ولس د آرامښت له اخیستلو پرته د ولس او هیواد د ښیګڼو لپاره څه کړي؟))
د مرستي په دغه بسته کې هري کورنۍ ته څلور(۴) بورۍ اوړه، څلور(۴) بورۍ وریژي، یوه ۱۰۰ کیلویې بورۍ غنم، (۳۰) لیتره غوړي، اوه (۷) کیلو لوبیا، اوه (۷) کیلو بوره، یو کیلو چای، کمپلي او د کور د وسایلو یو کیت شامل وو.