د افغانانو سیاسي شعور لوړ شوی.
دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې افغانان د پردیو په شومو موخه، سیاسي توطئو، دسیسو او حیلو پوهېدلي، پوهېږي او اګاه دي.
یو وخت شرایط داسې وو، چې هر کس او ناکس به د افغانستان سپېڅلې خاورې ته راغی، نو سم له واره به د سیاسي مذهبي او جهادي مشر په توګه استقبال شو.
بس دا استخباراتي افغان دوښمن به و او د دې لوی ملت د پاک زړو، پاک احساسو او صادق انسانانو اشرې او لښکرې به وې.
دې استخباراتیانو به د هېواد د بچیانو په مټ د ګران هېواد د نورو بچیانو مټې، لېچې او وزرې غوڅولې، وینې به یې بهولې او د دوی له جوش نه ډکې ککرۍ به یې د یو او بل په تورو رېبلې، په پایله کې کونډې،رنډې، یتیمان او یتیمانې د افغاني ټولنې د وروستیو او مایوسو هیلو په توګه پاتې کېدل، ددې بدمرغو انسانانو تګلارې تر اوسه ادامه لري او په ملیونونو افغان مسلمانان په شهادت رسېږي.
په پوره ډاډ سره ویلی شم چې که اوس د مذهب او اسلامي یا دیني تګلارې په نامه کوم څوک دې خاورې ته داخل شي نو به ختما د ولس له مقامت سره مخ شي او په پایله کې به نابود او نیست شي.
نورو وختونو کې به چې اسامه غوندې اشخاص هېواد ته راغلل خلکو به ویل زموږ مېلمانه دي، په خپل افغاني ننک او غیرت او ددې بې ننګو په ساتنې سره یې د سلګونو بلاوو مخه هېواد، ملت او اسلام ته را واړوله.
خو نن د خوښۍ ځای دا دی چې د بغدادي په ښکارېدلو، له ډېرو ناهیلیو او ګواښونو سره سره د نفرت احساس په ټولو افغانانو کې په غلبلو دی، پردی یې بولي او د خپل هېواد د ملي او اسلامي ګټو ضد یې بولي او د خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو د خوندي تابه په موخه خپل نېک احساسات څرګندوي.دا ملت نور د پردیو اشرو، پردیو سنګرو او پردیو لښکرو له پاره نه بلکې د خپل وجود د ټپ د وینو د ارامولو، خپلو سرونو د ساتلو او د خپلو اوږو د روغ ساتلو له پاره لاس په کار شوی.

دا ولس سوله خپل مبرم او اهم ضرورت بولي او ددې اسلامي او الهي ارشاد د عملي کولو له پاره یې مټې رانغښتې دي او ان شاءالله چې خدای به یې خپل دې سپېڅلي مرام ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *