د ارزګان ولایت د مطبوعاتي دفتر خبرپاڼه :

په اروزګان ولایت کې د ولایتي بیارغونې ټیم خپل فعالیتونه په رسمي توګه ونغاړلې. دا پداسې حال کې ده چې د اروزګان ولایت د امنیتي چارو مسؤلیت لا له وړاندې د امنیتي لیږد  د بهیر په دریم پړاو کې افغان ځواکونو ته سپارل شوی دی.

په همدې موخه د یو لړ ځانګړو مراسموپه ترڅ کې د استرالیا لومړي وزیرټین آبیټ وویل چې دوی په اروزګان ولایت کې تردې دمه په امنیتي،پوهنې،بیارغونې او پرمختګ په برخو کې د یاد ولایت د خلکو سره پوره مرسته کوله او له افغان ځواکونو سره یې اوږه پراوږه پوځي ماموریت ترسره کړی او په دې برخه کې یې زیاتې مالي اوځاني قربانۍ ورکړې دي.

لومړي وزیر دغه راز له افغان دولت سره د خپل هیواد د دوامداره مرستو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې دوی به له افغان دولت څخه خپلې مرستې ونه سپموي.

د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داودزي په خپلو خبروکې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مرستې په ځانګړې توګه په اروزګان ولایت کې د متحده ایالاتو،هالنډ او استرالیا هیواد ځانې او مالي مرستې د قدر وړ وبللې، او زیاته یې کړه چې اوسمهال افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل هیواد او خلکو ساتنه په خپله وکړي.

دغه راز اروزګان والي امیرمحمد آخندزاده هم د اروزګان لپاره د امریکا،هالند او استرالیا مالي او ځانې مرستې وستایلې او له دوی څخه یې مننه  وکړه،او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل ترڅو د دولس کلنو لاسته راوړنو د ساتولو په موخه  له افغان دولت سره د پخوا په څیر خپلې مرستې جاري وساتي

په افغانستان کې د امریکا لوی سفیر جمیرکننګهم  په خپلو خبرو کې له خپلو متحدینو څخه مننه وکړه چې له دوی سره یې د افغانستان په ماموریت کې پوره ځاني او مالي مرستې کړې نوموړي له افغان دولت او خلکو سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د اروزګان ولایت د بیارغونې مسؤلیت له ۲۰۰۴  کال څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې لومړی متحده ایالاتو له ۲۰۰۶ تر۲۰۱۰ پورې هالنډ او له ۲۰۱۰ څخه بیا تر دې مهال د استرالیا هیواد پرغاړه درلود چې ترمهربادسیمې او چورې ولسوالۍ پورې د غځیدلي سړک قیرکول،هوایي ډګراو ترمینل،د ملي ټلویزیون ودانۍ،میخانیکي لیسې لپاره پنځه ودانۍ،د نجونو لپاره د ښوونځي ودانۍ، جامع مسجد اویو شمیرپلونه یې له هغو لویو رغنیزو پروژو څخه دي چې د بیارغونې ټیم له لوري په دغه ولایت کې پلې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې په یادو مراسمو کې د استرالیا لومړي او د دفاع وزیرانو د یاد هیواد د اپوزیسیون مشر، په افغانستان کې د استرالیا،امریکا او هالنډ سفیرانو، د کورنیوچارو وزیر محمد عمر داود زي،د افغان ځواکونو لوی درستیز شیرمحمد کریمي، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحمید،کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او ګڼو نورو پوځي او ملکي چارواکو ګډون کړی وو،چې د مراسمو په پای کې د کورنیو چارو د وزیرلخوا د اروزګان ولایت امنیه قوماندانۍ منسوبین د ښه فعالیت، زړورتیا او سرښندنې له امله په میډال و ستایل شول.

عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *