د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د روان ۱۳۹۸ کال د غویي د میاشتې په ۱۸مه د ایران په فلزي صنایعو ( فولاد، وسپنه، المونیم او مس) باندې، چې د دې هېواد د بهرني عاید لس سلنه جوړوي بندیز ولګاوه. دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا دولت د تیر ۱۳۹۷کال په همدې نیټه، له ایران سره د نړۍ د سترو ځواکونو (امریکا، روسیې، چین، بریتانیې، فرانسې او جرمني) اټومي هوکړه لیک څخه ووته چې د ۲۰۱۵ز کال د جولای د میاشتې په ۱۴مه نیټه له دغه هیواد سره لاسلیک شوی و. له وتلو سره سم دستي، امریکا په ایران باندې د نفتو په شمول، سخت بندیزونه ولګول چې په ترڅ کې ایران له سخت مالي او اقتصادي ناورین سره لاس او ګریوان کړ.
د امریکا حکومت له ایران سره د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو له اټومي هوکړې (JCPOA) په وتو سره، پاتې نور غړي دې توافق ته ژمن پاتې شول، خو ویې نه شوای کړی چې د امریکا د بندیزونو له ملا ماتوونکي اغیز څخه ایرانی لوری خوندي وساتي. د ایران ولسمشر حسن روحاني د یاد تړون له نورو غړو (انګلستان، فرانسې، جرمني، چین او روسیې) څخه روان کال د غوایي د میاشتې په ۱۸مه نیټه وغوښتل چې د تړون مفادو ته ژمن او د ایران زیانونو ته دې د ۶۰ ورځو په درشل کې بدیل و مومي، کنه ایران به د تړون ځینې مفادو له اجرا څخه لاس واخلي او د یورانیمو غني کولو ته به بیا مخه کړي.
امریکا ولې له ایران سره اټومي تړون لاسلیک کړ؟
منځنی ختیځ – هغه سیمه ده چې امریکا ته تر بل هرځای ډیر ستراتیژیک او حیاتي ارزښت لري او امریکا ته له څو اړخه (ایډیولوژیک او فکري، مالي او اقتصادي اړخه او همدارنګه د نظامي اړخه ډیر مهم نړیوال موقعیت) د ګواښ او مرستې جوګه ده. خو امریکا څه ډول دغه سیمه اداره کوي او په خپله ولکه کې یې ساتي؟
د منځني ختیځ اداره کول څه اسانه کار نه دی، ځکه چې د نړۍ ټول ستر قدرتونه غواړي په دغه سیمه کې د پښې ځای ولري او هلته خپل حضور/نفوذ ثابت وساتي. په ورته مهال، دغه سیمه د اسلامي تمدن او فرهنګ زانګو ده چې له اتمې میلادي پیړی نه بیا تر ۲۰ پورې د اروپا، افریقا او آسیا په ډير سیمو یې حکومت کاوه. امریکا دغه د سرو زرو ټوټه (منځنی ختیځ) په مستقیم او غیر مستقیم ډول اداره کوي. په مستقیم ډول یې په خپل سیاسي، اقتصادي او نظامي شتون سره اداره کوي، خو په غیر مستقیم ډول د سیمه ییزو ځواکمنو لوبغاړو(اسرایل، سعودي عرب، ایران او ترکيې) څخه په اغیزمنه توګه کار اخلي.
امریکا له یوې خوا له یهودي دولت څخه د خپل یو رسمي استازي په توګه کار اخلي او د منځني ختیځ عرب او غیر عرب (ایران،ترکیې او…) هیوادونه پرې ویروي. دې ته ورته، د سعودي او ایران ترمنځ دښمني او سیالي په دوامداره توګه توده ساتي، څو د سیمې موازنه د خپلو لویو او اوږدمهاله موخو د ترلاسه کولو لپاره پرې برابره وساتي. له ترکیې څخه د سوریې، عراق، فلسطین او د سیمې د نورو هیوادو په چارو کې ترې ستره استفاده کوي. په دې توګه یې د سیمه ییزو لوبغاړو یو مربع جوړه کړې چې د سیمې توازن پرې وساتي او هر یو په خپل وخت او ځای کې کاروي. امریکا ته د دې سیاست ګټه دا ده چې د سیمې قدرتونه یو پر بل کنټرولوي او نه پریږدي چې د سیمې نظم چې د امریکا په مټ جوړ شوی او د امریکا ګټې تضمینوي، له منځه لاړ شي.
وخت او شرایطو ته په کتو، کله یوه لوبغاړي ته د نورو په نسبت ترجیح ورکوي او د ځانګړو موخو د تحقق لپاره یې نازوي او په سیمه کې ډیر نقش ورکوي. خو کله چې هدف ترلاسه او ماموریت تمام شو، نو بیا یو څه تنزیل ورکوي او په مختلفو لارو چارو یې موقف په سیمه کې را ټیټوي. د بیلګې په توګه، امریکا په ۲۰۰۱ز کال په افغانستان او په ۲۰۰۳ز کال په عراق نظامي برید وکړ. په دې وخت کې د ایران مرستې ته سخته اړ وه، ځکه چې ایراني-آخندي دولت په دواړو هیوادو کې خپل جاسوسان او ډلې لرلې چې د امریکا نظامي برید په بریالي کولو کې یې ډیره مرسته کولی شوی. نو په افغانستان، عراق او په ۲۰۱۲ز کال په سوریه کې، اړتیا وه چې ایران د امریکا ګټو او اهدافو ته ستر خدمت وکړي، نو امریکا ایران ته د رشد او لوی نقش په ورکولو سره، په دغه هیواد بندیزونه نرم او بلاخره یې په ۲۰۱۵ کې اټومي هوکړه لیک ور سره لاسلیک کړ، څو د دې جوګه شي چې په یادو هیوادو کې د امریکا ستراتیژیو ته کار وکړي، چې ایران هم په خپل وار سره، دغه ماموریت بشپړ کړ.
په عراق او سوریه کې د جنرال قاسم سلیماني په مشری د سپاه پاسدارن “سپاه قدس” ډلې، له امریکایي نظامیانو سره په یوه صف کې د داعش او نورو اسلامي – جهادي ډلو په ضد جګړه کوله. د دوو دښمنو دولتونو “ایران-امریکا” ترمنځ دومره نږدې همغږي وه چې کله به ایراني پوځیانو په عراق کې عملیات کول، امریکایي هوایي پوځ به یې هوایي ملاتړ کاوه. په سوریه کې امریکا او د ایران آخندي رژیم واحد دوست “د بشار په مشرۍ د سوریې رژیم” او واحد دښمن “د بشار په ضد جنګي ډلې” درلوده چې دواړو ورته ګډ کار کاوه.
په افغانستان، عراق او بلاخره په سوریه کې اړتیا وه چې ایران د امریکا خدمت وکړي او په یادو دریو هیوادو کې ولسونه د امریکا لپاره و وژني. خو کله چې په یادو درې واړه هیوادو کې د امریکا اهداف ترلاسه او نور ایران ته اړتیا نه وه، بیا یې د لوبې او لوبغاړو په بدلولو پیل وکړ چې طبعاً ایران نور د لوبې برخه نه و او باید نقش یې په ژوره توګه را ټیټ شوی وای.
امریکا ولې له اټومي هوکړې ووته او ولې په ایران بندیزونه لګوي؟
امریکا ځکه له اټومي هوکړې ووتله چې له یوې خوا اروپایي شرکتونو له ایران سره ستر ستر سوداګریز قراردادونه لاسلیک او په دې توګه یې ډيرې پیسې ترلاسه کړې. خو د دې برعکس، امریکا چې د دې تړون اصلي لوری و، شرکتونه یې و نه توانیدل چې له ایران سره لوی سوداګریز تړونونو لاسلیک او ډیرې پیسې وګټي. له بلې خوا، امریکا نور د ایران مرستې ته اړتیا نه لرله او د ایران ماموریت تمام شوی و. افغانستان د امریکا لاس ته ولوید، عراق کې حالات د امریکا په ګټه روان وو او حضور یې دایمي شو، د سوریې انقلاب تقریباً د امریکا په نفع تر کنټرول لاندې راغی او د اسلامي ډلو پروژه د ایران په هر اړخیزه مرسته، له ناکامۍ سره مخ شوه. په دې توګه، ایران په سیمه کې ډيره وده وکړه او په دې فکر کې شو چې نور نو د امریکا له ولکې وتلی او امریکا نه شي کولی چې را وړوکی یې کړي او په خپل پخواني ځای یې کښینوي. اوس د امریکا له انده د دې وخت دی چې ځواک د مربع په نورو لوريو یو څه وده وکړي او د سیمې موازنه بیرته عادي حالت ته را وګرځوي.
امریکا به په ایران نظامي برید وکړي؟
د امریکا دولت په دې وروستیو څو اونیو کې خپلې دوې الوتک وړونکي لویې کښتۍ، B-52 ډوله بم غورځونکي الوتکې او د پټرویټ توغندیو پرمختللي دفاعي سیستم د فارس خلیج (د قطر العدید نظامي اډې) ته استولي او داسې ګومان کیږي چې امریکا په ایران د نظامي برید هوډ لري. خو تیرو تجربو او د سیمې سیاسي واقعیتو ته په کتو سره، دا ډیره لرې بریښي چې دواړه هیوادونه دې د نظامي برید تر کچې مخته ولاړ شي. ځکه چې ایران د امریکا لپاره یو ریښتینی تهدید نه، بلکې د اړتیا په وخت کې، یو ښه ستراتيژیک ملګری/همکار دی. د امریکا له لوري په ایران باندې وروستي ټول فشارونه ( سیاسي، اقتصادي او نظامي مانورونه) د روحي او روانې جګړې په معنا دي او غواړي چې د نرمې جګړې له لارې ایرانی آخُندي ریژیم محدود او امریکایي چوکاټ کې یې برابر ځای په ځای کړي.
خو یو څه چې ډير د پام وړ دي، هغه دا دي چې امریکا تل د سیمې د یوه دولت/ملت د ځپلو او تضعیف لپاره، د منځني ختیځ له نورو هیوادونو کار اخیستی او د یوې خاورې، اډې، هوا، اوبو، مالي سرچینو او حتی نظامي ځواک یې د هغه بل په ضد او د ځان په ګټه کارولي دي. تر ټولو ښه بیلګه یې خپله د ایران آخُندي رژیم دی چې په افغانستان، عراق او سوریه کې د امریکا لپاره پورته یاد موارد ټول وکارول او د یاد هیواد په خدمت کې يې ورکړي وو. اوس ایران له هغه برخلیک سره مخ دی چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ز کې افغانستان او عراق ورسره مخ وو. هغه وخت ایران د سیمې د نورو هیوادو په ضد، د امریکا لاسنیوی وکړ. اوس نور اسلامي هیوادونه(قطر، سعودي، عربي متحد امارات، بحرین…) د ایران په ضد د امریکا لاسنیوی کوي او خپل ټول شته یې ورته په خدمت کې ورکړي دي.
که په منځني ختیځ کې پراته اسلامي دولتونه، چې اوسېدونکي یې مسلمانان دي د امریکا دغه ویجاړونکی سیاست درک نه کړي او د امریکا دولت ته خپل ټول امکانات (خاوره، اډې، هواد، اوبه او…) د سیمې د بل دولت په ضد د کارولو لپاره ور نه کړي، له یوه لوري به امریکا په دومره آسانۍ سره د سیمې هیوادونه ځپلی نه شي او له بل لوري به د یو ګډ دښمن په ضد ځواکمن اتحاد رامنځ ته شي چې د ټولو دولتونو/هیوادونو په ګټه دی. ځکه چې امریکا په قصدي توګه منځنی ختیځ بې ثباته او دولتونه یې کمزوري کوي، څو خپل د چور او تالان سیاست په آسانۍ سره پلی کړي.