لیکوال: ضمیر ساپی
په نړۍ کې ډېری وخت د ځینو هېوادونو تر منځ د کره پولو او سرحداتو د نه مالومېدو له کبله شخړې او سترې ستونزې راپورته کېږي. کله دا ستونزې دومره اوج ته ورسېږي چې یو هېواد پر بل د بریدونو تابیا نیسي او سویډن هم له ډېرو کلونو راپدېخوا له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د دقیقو سرحداتو د نه مالومېد له کبله لاس او ګریوان و.
سویډن له خپلو ګاونډیو سره دا ستونزه تر ډېره په غرنیو سیمو کې لرله، خو دې هېواد بالاخره د ځمکو او سرحداتو د مالومولو په برخه کې د یوه نوي سېسټم چې بلاکچېن (Blockchain) يې بولي، رامنځته کړ او د دې نوې ټکنالوژۍ په مرسته یې په وروستیو څو کلونو کې نږدې ۸۰ سلنه خپلې ستونزې حل کړې دي.
بلاکچېن (Blockchain) په سویډن کې د نوي نسل وروستۍ او یو تر ټولو تازه ټکنالوژي ده چې د ځمکو په تنظیم، راجسټر، نقشې او انځورونو اخېستلو، ډېټا او مالوماتو ذخیره کولو، سروې او نورو برخو کې ستر انقلاب رامنځته کړ.
د نوي سېسټم اسانتیاوې
د بلاکچېن (Blockchain) ټکنالوژۍ تر جوړېدو وروسته په سويډن کې د ځمکو اړوندو مالوماتو د خونديتوب ښه سېسټم رامنځته شوی دی چې د دې سترې لاستهراوړنې ترڅنګ، پرلیکه یا انلاین قراردادونه او د بانکي معاملو د لېږد رالېږد په برخه کې يې هم خدمات د پخوا په پرتله څو چنده اسانه شوي دي.
همداراز، وروسته تر هغې چې د ۲۰۱۶ مېلادي کال په جولای میاشت کې په سویډن کې د دې هېواد د ځمکو د ثبت ادارې (Lantmateriet) له لورې د بلاکچېن په نوم نوی سېسټم رامنځته شو، د ځمکو د ثبت په برخه کې يې دې ادارې ته خورا اسانتیاوې رامنځته کړې.
په ورته وخت کې د دې نوې ټکنالوژۍ په مرسته هممهاله د ځمکو د انتقال، نقشې اخېستلو او د دې هېواد د ځمکو د بنسټیزو او مهمو سیمو لکه بانکونو، سرحداتو، لویې لارو او د دولتي او شخصي ځمکو، د تثبیت او سروې برخه هم غني شوه.
که څه هم په سويډن کې دا سېسټم نوی او ازمایښتي مرحله کې دی، خو په ډېره کمه موده کې يې د ځمکو په برخه کې بېساري بنسټیز خدمات وړاندې کړل. تر دې سېسټم مخکې به د ځمکو انتقال یا لېږد د کاغذي پروسو په وسیله طی کېده چې له شپږو تر نهو میاشتو وخت ته به اړتیا پېښېدله، خو د بلاکچېن په رامنځ ته کېدو سره اوس د وخت ضایع کېدو، اوږدې پروسې او د انساني تېروتنو ۸۰ سلنه مخنیوی شوی دی او کارونه ورسره هم هممهال چټک شوي دي.
د بلاکچېن ګټې
سویډن چې وار له مخه د نوې ټکنالوژۍ په کارولو کې مخینه لري. د دې هېواد د ځمکو د ثبت ادارې د مالوماتو له مخې، د بلاکچېن تر رامنځ ته کېدو وروسته دا هېواد هر کال د مالیه ورکوونکو ۱۰۰ مېلیون یورو سپما کوي چې په دې برخه کې ورسره هممهاله د بشري قوې فشار راکم شوی دی، د کاغذونو ډېر استعمال نږدې صفر درجې ته رسېدلی او د هر ډول ممکنه فساد په مخنیوی کې خورا اغېزمن تمام شوی دی.
دا اداره همداراز وايي، د بلاکچېن په کارولو سره يې په کاري برخه کې څو چنده چټکتیا رامنځته شوې ده او په راتلونکي کې په پام کې لري چې د ځمکو د معاملو دا نوی سېسټم؛ بانکونو ته هم وغځوي تر څو د ځمکو د پیر او پلور پرمهال داوطلبان د برېښنايي سېسټم له لارې خپلې معاملې په ډېر اسانه او چټک ډول سره پر مخ یوسي.
د سویډني چارواکو په وینا دا سېسټم له اوسني عصر سره سم په نوي ټکنالوژۍ سمبال دی چې په ډېره شفافه توګه د ځمکو د انتقال، سروې، نقشو، او ثبت مالومات ذخیره کوي چې په مرسته يې ټوله نړۍ کې خلک ورته لاسرسی پیدا کولای شي.
د بلاکچېن پروژې مسوول ماټس سنېل په وینا که څه هم په پیل کې دې ټکنالوژۍ لږې ستونزې لرلې، خو تر دې دمه يې د ځمکو د ثبت او راجسټر په برخه کې د بلاکچېن په څېر د باور وړ او شفاف سېسټم نه دی لېدلی، ځکه په وینا يې ټولې چارې يې د نوي برېښنايي سېسټم په وسیله پر مخ وړل کېږي چې په دې برخه کې دا ډول روڼتیا د ټولو متقاضینو د باور وړ ګرځېدلې ده.
نورې نړۍ ته رشد
په دې وروستیو کې د سویډن سربېره د بلاکچېن ټکنالوژي نورې نړۍ ته هم رشد کړی دی. هندوستان، جیورجیا، هاندوراس او نور هېوادونه هم د ځمکو د معاملو تر څنګ په بانکي سېسټم او نورو راکړو ورکړو کې له دې عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي.
د دې ټکنالوژي د تنظیم چارې چې د کروماوې (Chroma Way) په نوم د یوه شخصي شرکت له لورې پرمخ وړل کېږي وايي، د بلاکچېن د لا پرمختګ او رشد لهپاره يې له متشبثینو سره هوکړې کړي تر څو په دې سېسټم کې پاتې ستونزې يې هم په لږه موده کې حل کړي.
د سویډن د ځمکو د ثبت اداره چې د دې ټکنالوژۍ په مرسته يې لومړی پړاو په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې بشپړ کړی دی، دویم پړاو یې د بشپړېدو په حال کې دی او همداراز دا اداره تمه لري چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال تر پایه په دې هېواد کې د ځمکو اړوندې ټولې چارې د عصري سېسټم پر مټ تر سره کړي.
د بلاکچېن ستونزې
لکه څنګه چې هره نوې ټکنالوژي له ځان سره اسانتیاوې رامنځته کوي، په څنګ کې ورسره یو لړ ستونزې هم ملې وي. همدا ډول، د بلاکچېن په نوم نوې سویډني ټکنالوژۍ هم یو لړ ستونزې لري، هغه دا چې په نړۍ کې د دې نوي سېسټم متخصصین او مجرب کسان ډېر لږ پیدا کېږي. د بېلګې په توګه په ټول هندوستان کې تر دې دمه یوازې ۳۲ ماهرین له دې عصري سېسټم سره بلدتیا لري.
سویډني چارواکي همداراز وايي، مخکې تر دې چې دا پروسه تر ۲۰۲۰ مېلادي کال پورې په ټول هېواد کې په بشپړه توګه عملي کړي، باید د سویډن ټول وګړي د یو ځانګړي سېسټم له لارې خپل برښنايي لاسلیکونه او ګوتې ثبت کړي، تر څو د دې ټکنالوژۍ له ګټو برخمن شي چې په وینا يې دا پروسه هم کلونو مودې ته اړتیا لري.
افغانستان کوم سېسټم کاروي؟
د افغانستان د ځمکو ادارې یا اراضي تر رامنځته کېدو وروسته هوډ درلود چې د موثق، دقیق او اعتبار لرونکي مالومات پر وخت وړاندې کړي چې د جغرافیایي مالوماتو سېسټم GIS (Geographic Information System) جوړول یو له اساسي اړتیاوو څخه شمیرل کېده.
دې ادارې د سیاسي، اقتصادي، پراختیایي او ټولنیزې موخو لهپاره د د جامع مالوماتي سیستم جوړول، د هیواد د ځمکو د بنسټیز او مهمو سیمو تثبیت او سروې، د دولتي او شخصي ځمکو تشخیص او د ځمکوالۍ په چارو کې د خدماتو وړاندې کولو په موخو د GIS یا د جغرافیایي معلوماتو سیستم ریاست رامنځته کړ.
د GIS سېسټم همداراز، د مالوماتو د راټولولو، تحلیل او تجزیې، د جغرافیایي مالوماتو د تشخیص او د ځمکو اطلاعاتو د مدیریت له مهمو برخو څخه ګڼل کېږي چې د دولتي ادارو اړتیاو ته په کتو له دولتي، عامه او شخصي ځمکو څخه د کوردیناتو او مالوماتو راټولول، هوایي او ماهواره یي انځورونو اخېستل د مالوماتو ذخېره کول، د نقشې اخېستلو په سافټویر کې د جدولونو او نقشو جوړول، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د بدلونونو تر رامنځته کېدو وروسته د نقشو سمون او تجدید د همدې سېسټم په مرسته تر سره کېږي.