په دې وروستيو کې د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې خبرې تودې شوي او داسې طمع شته چې ژر به د سولې هوکړه دواړه غاړې لاسليک کړي، خو د دې خبرو دريم لوری چې افغان دولت دی چې لا تر دې دمه طالبانو ور سره د رسمي خبرو هوکړه نه ده کړې، خو د پردې تر شا او د ښه نيت په موخه دواړه غاړې کله نا کله داسې اقدامات کوي چې د سولې په راتلونکو بهيرونو مثبت اغېز کولی شي، د بېلګې په توګه څه موده وړاندې وسله والو طالبانو يو شمېر هغه سرتيري خوشي کړل چې کلونه کلونه د دوی په محبسونو کې بنديان وو، بل لور ته افغان دولت هم اعلان وکړ چې دوی به د روژې د مبارکې مياشتې په احترام يو سلو اويا تنه طالب بنديان خوشي کوي.

د سولې لپاره د مشورتي لويې جرګې غوښتنه هم دا وه چې بايد دواړه غاړې يعنې افغان دولت او طالبان دې د ښه نيت په موخه اوربند وکړي او جګړه دې په کامله معنا بنده کړي.

دوی ادعا کوله چې جګړه د حل لاره نه ده او نه شو کولی چې د جګړې له لارې موضوع حل کړو، په همدې اساس اړينه ده چې جګړه ودرول شي او پر ځای يې د خبرو ميز ته دواړه غاړې راوبلل شي ترڅو مخامخ خپلو پوښتنو او غوښتنو ته ځواب پيدا کړي.

د سولې او پخلاينې محققين او تيوري سنان په دې نظر دي چې کله په يوه سميه کې مصلحو اشخاصو مداخله وکړه بايد له ټولو لومړۍ د جګړې او روان زيان مخه ونيسي، ښايي دا خبره هماغه د شلمې پېړۍ فيلسوف جان ډيوي له فلسفې سره اړيکه ولري چې وايي مخکې له دې چې عدالت تامين کړې لومړی د زيان مخه ونيسه.

داسې ويل کېږي چې جان ډيوي په لومړيو کې عدالت مقدم بللو، خو يوه ورځ يې ماشوم زوی په کور کې د تشناب په نلونو کې لاس وهلو چې د يوه نل خوله ترې ماته شوه او اوبو په ډېر شدت سره دارې پيل کړې چې په ترڅ کې يې اوبو له تشنابه د کوټې غولي ته سرايت وکړ، کله چې جان ډيوي ور ورسېدو او غوښتل يې چې په زوی غصه شي او ګرمه پرې واچوي، زوی يې ورته وويل چې پلاره اوس د دې وخت نه دی، لومړی بايد د زيان مخه ونيسو وروسته به د ګرم او ناګرم خبرې کوو. جان ډيوي وايي چې په هماغه شېبه مې ذهن بدل شو او خپله فلسفه مې په دې نظريه راټوله کړه چې بايد لومړی د زيان مخه ونيول شي.

په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره هم بايد له دې تيورۍ کار واخيستل شي، ځکه که چېرې موږ د سلامت او ملامت په اړه خبرې کوو او هلته هره ورځ په سلګونو کسان وژل کېږي، دا د انصاف خبره نه ده، په داسې مسايلو کې د پړې منل او يا په معقول منصفانه عدالت قايلېدل ډېر وخت غواړي او اړتيا ده چې اوږده بحثونه وشي ترڅو قناعت بخښونکی حل پيدا شي.

دا چې قناعت بخښونکی حل به کله پيدا کېږي دا وخت نيسي، که چېرې په اوسط ډول موږ هره ورځ پنځوس کسان په روانه جګړه کې مړه وبولو، او د دواړو لوريو لپاره د قناعت بخښونکي حل موده هم يو کال ونيسو نو ( ۱۸۲۵۰) تنه به وژل شوي وي، دا څه باندې اتلس زره کسان هر يو فاميل لري او که چېرې په اوسط ډول د هر يو وژل شوی کس د پنځه نفري فاميل سرپرست وګڼو نو په کال به تقريباً يو لک انسانان بې سرپرسته کېږي، دا چې يو بې سرپرسته انسان د ټولنې لپاره کومې ستونزې زېږوي او په ټولنه کې څومره کسانو ته به يې زيان رسيږي په دې يوه ځانګړي بحث ته اړتيا ده، خو د (( ټولنيزې ضررپوهنې)) يا اسيب شناسي اجتماعي له نظره په يوه ټولنه کې معمولاً مضر اشخاص ښايي د يوې ټولنې د نفوسو په اساس له صفر اعشاريه څخه څو ځلې لاندې کسان وي، ولې دوی د ټولنې مکروب دي او دوی کولی شي په خپل نه حسابدونکي وجود ټوله ټولنه له کړاونو او زيانونو سره مخامخ کړي.

کله چې زموږ خبره اورېدل کېږي او کولی شو چې ځان هدف ته ورسوو، څه اړتيا ده چې بيا هم د زيان او تشدد لاره ونيسو او د ټولنې لپاره د راتلونکو ستونزو نيالګي کرو.

ښه به وي چې جګړه ودرول شي او په هغو مسايلو خبرې وشي چې دواړه لوري يې غوښتنه لري، ځکه که څومره خلک مړه کړي او څومره ووژني بيا هم مجبور دي چې خبرو ته سره کېني، نو ښه ده هغه وروستی کار چې دواړه خواوې يې په بېخونده خوله اخر هم سره کوي، اوس يې وکړي او ستونزه حل کړي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *