تاند- هند له افغانستان سره د ملکي او پوځي مرستو په دوام کې نن /پنجشنبه/ افغانستان ته دوې آی ایم۲۴ هیلي کوپترونه وسپارل.
په کابل کې د هند سفارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا څرخکې د هغو ۴ څرخکو په ځای ورکول کېږي چې هند په ۲۰۱۵ م کال کې افغانستان ته ورکړې وې.
د هند سفارت وايي، ایم آی ۲۴ هیلي کوپترونه به د افغان هوايي ځواک ظرفیت او وړتیا زیاته کړي او همداراز به د تروریزم پر ضد د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو جنګي اغېزمنتیا ډېره کړي.
دا دوې څرخکې د هند د سفیر وینای کومار له لوري په کابل کې د هوايي ځواک په اډه کې د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد ته رسماً وسپارل شوې.
د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد په یوه ټویټ کې ویلي چې هند دا څرخکې له بیلاروس څخه پېرودلي دي او هند به د افغانستان هوايي ځواک ته دوې نورې دا ډول هیلي کوپترونه ورکړي.
د درو هیوادونو له موافقې سره سم، هند موافقه کړې چې له بیلاروس څخه به جنګي هیلي کوپتر اخلي او افغانستان ته به یې ورکوي.
تر دې وړاندې هند افغانستان ته ۴ ایم آی ۲۴ څرخکې ورکړي دي.