تاند – د امریکایي ډالر په مقابل کې د یوې پاکستانۍ روپۍ ارزښت نن جمعه /د می ۱۷مه/ په ازاد بازار کې ۱۵۰ روپیو ته ورسېد.
دا وروستی ټوپ له تېرې ورځې راهیسې پیل شوی وو چې د ورځې په جریان کې ۱۴۳ بیا ۱۴۶ بیا ۱۴۸ او نن ۱۵۰ ته ورسېد.
که څه هم چې پاکستاني مقاماتو بېګا ناوخته ویلي وو چې د ډالر په وړاندې د روپۍ ارزښت به کنټرول کړي خو په پېښور کې خو داسې ښکاري چې ښایي دغه د شګو بند د اقتصادي ځوړ د اوبو چټک بهیر ته ټینګ نشي.
په پېښور کې د اقتصادي چارو یوه کارپوه وړمه ورځ امریکاغږ ته وویل چې د ډالر په وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت به په لنډ وخت کې ۱۷۰ ته ورسېږي.
ویل کیږي چې پاکستاني مقامات مجبور دي چې له آی اېم اېف سره د شوې هوکړې له مخې د هغو ۶ میلیاردو ډالرو سودي پور په بدل کې به چې پاکستان ته یې د درې کالونو په اوږدو کې ورکوي د خپل ملک د پیسو ارزښت لا نور ښکته کړي.