د غويي، ثور ۲۷ مه ۱۳۹۸
رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد
په بلوچستان کې امنيتي ځواکونه ادعا کوي، چې د دغه ايالت په ناامنه مستونګ سيمه کې يې نهه ترويستان وژلي دي. مستونګ د کوټې او کراچۍ پر لويه لاره پرته بلوڅ مېشته سيمه ده.
د پنجشنبې په شپه ناوخته د تروريزم ضد د ادارې سي ټي ډي چارواکیو ويلي، چې د ښار په قابومهران سيمه کې امنيتي سرتېرو د استخباراتي مالوماتو پر اساس عمليات کړي، چې په نتيجه کې يې نهه وسله وال وژل شوي دي. د عملياتو په ترڅ کې د ځوابي ډزو په پايله کې څلور امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي ديچې روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي دي.
چارواکي زياتوي، چې د وژل شويو سپکه او درنه وسله هم ترلاسه شوې او په خبره يې وژل شوي وسله وال د ناقانونه ګرځول شوي وسله وال سازمان غړي دي، چې د حکومت پر ضد وسله واله مبارزه کوي.
مستونګ د بلوچستان يوه له ناامنه سیمو څخه ده، چې په کې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې رامنځته کېږي. خو ترټولو خونړۍ پېښه د تېرکال د عمومي ټولټاکنو د کمپاين پر مهال انتحاري برید وو. د تېرمېلادي کال په جولايي مياشت کې د مستونګ په درينګړ نومي سیمه کې د ځانمرګي بريد په نتيجه کې ايالتي اسمبلۍ ته کانديد او د پخواني اعلی وزير اسلم رئيساني د ورور ميرسراج رئيساني په شمول يوسل اته ويشت تنه وژل شوي وو. د بريد مسووليت اسلامي دولت وسله واله ډلې منلی و.