تاند- په امریکا کې د افغانستان سفیره وايي، د ټرمپ حکومت له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي او د افغانستان حکومت یې له هغو بې خبره ساتلی دی.

د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، رویا رحماني، چې په واشنګټن کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه سفیره ده، وايي چې له حکومته پټ له طالبانو سره د امریکایانو خبرو د سولې د موافقې د نه ملاتړ او د احتمالي موافقې د نه اغېزمنتوب په اړه د افغانانو اندېښنې زیاتې کړي دي.

تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ورته موضوع په خاطر پر امریکا او په ځانګړي ډول پر زلمي خلیلزاد نیوکې کړې وې چې د امریکا له توند غبرګون سره مخامخ شوې.

امریکا هماغه مهال وویل چې نور د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې نه کوي او امریکايي چارواکي په هغه غونډه کې ګډون نه کوي چې محب پکې حضور ولري.

همداراز په ځینو راپورونو کې وویل شول چې امریکا د ملي امنیت له سلاکارۍ څخه د حمدالله محب د لېرې کېدو غوښتنه کړې ده.

اغلې رحماني یو شمېر خبریالانو ته وویل، د امریکا دا کار به یوازې طالبان د جنګ په میدان کې زړور کړي او د افغانستان پر دولت به فشارونه زیات کړي.

په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې د طالبانو او امریکا په خبرو کې د افغانستان د حکومت نه ګډون ته په اشارې وویل، د افغانستان حکومت داسې احساسوي چې د خبرو د جزییاتو سم معلومات نه ورکول کېږي.

دې همداراز وویل«پر څه اساس دوی (امریکایان) له طالبانو سره خبرې کوي، طالبان زموږ دولت یا استازي نه دي.»

3 thoughts on “په واشنګټن کې د افغانستان سفیرې د قطر د خبرو په خاطر پر امریکا نیوکه وکړه”
  1. MRS RAKHMANI DID GREAT JOB.WE AFGHANS MUST STRONGLY SUPPORT OUR GOVERNMENT.
    BECAUSE GOVERNMENT IS REPRESENTATIVE FROM US.
    TALIBS CAN NOT KEEP CONTROL OF ONE PROVINCE FOR AT LEAST ONE WEEK.
    AFGHAN POLICE AND ARMY IS NOW STRONG FROM EVER.
    THANK YOU

  2. د تاند مخکینی راپور

    د امریکا سفارت د افغانستان د انتخاباتو له کمیسیونه غوښتل چې انتخاباتو لپاره تیاری ونیسي

    چې صپیره صایب دا غوښتنه څنګه تفسیروي.

    که صپیره صایب یې نه شي تفسیرولی، شکر تلویزنونه مو خو په عالمانو ډک دي، نشته کوم دیفلومات کارپوه چارپو مارپو چې د انتخاباتو کمیسیون او یوه بهرني سفارت دا هوایي دهلیز د کیمیا و فزیک علم له نظره تشریححح کي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *