۲۸ غويي ۱۳۹۸

د ملي امنیت شورا دفتر

ارګ  د ولسمشرۍ ماڼۍ

تیره پنجشنبه د ۱۳۹۸ ل کال د غويي په ۲۶ مه د قاطع ملاتړ ماموریت، د هوايي عملیاتو په ترڅ کې چې د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍکې یې ترسره کړل ، سهوا یو شمیر افغان ملي پولیس په نښه کړي وو.
سمدلاسه، د ملي امنیت شورا دفتر د پيښې د دقیقې څیړنې لپاره یو مسلکي هئیت وګماره چې د پیښې هر اړخیزه څیړنه وکړي او لازم تدابیر ونیسي تر څو په راتلونکې کې د دا ډول پېښو مخنیوی وشي. همدارنګه د هلمند ولایت رهبري او د عامې روغتیا وزارت ته مو لارښوونه کړې چې په پیښه کې د ټپیانو په سمه توګه درملنه وکړي او د اړتیا پر مهال د لا ښې درملنې لپاره یې کابل ته انتقال کړي. لمړنۍ موندنې ښيي چې د برید لپاره ناسم کوردینات شریک شوي وو، نور معلومات به د څیړنو تر بشپړیدو وروسته شریک شي.

د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب په دې پیښه ژوره خواشیني څرګندوي او د ۶۰۱ لویې لارې د کنډک قومندان سمونوال ګران حبیب په شمول د نورو شهید شویو سرتیرو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله لري.

افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه شپه او ورځ د خپل ولس، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه په کلکه دفاع کوي، او د ټولو کورنیو او بهرنیو تهدیدونو د دفع کولو لپاره او په دې لاره کېد هیڅ ډول قربانیو څخه دریغ نه کوي.#

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *