د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اولک سیرمولوتوف

تاند- د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وايي، هیواد یې د افغانستان د سولې له پروسې سره د مرستې د ملګروملتو د تروریستي ډلو له لیسته د طالبانو له ایستلو سره موافق دی.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اولک سیرمولوتوف وویل، مسکو په خاصو شرایطو د ملګروملتو د تروریستي ډلو له لیسته د طالبانو د ایستلو ملاتړ کوي.

ده هیله څرګنده کړه چې طالبان به د ملګروملتو له تور لیسته ویستل شي او د سولې په خبرو کې به د افغانستان حکومت هم ګډون وکړي.

سرمولوتوف ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني حکومت او نورو ترمنځ له سیاسي بهیره پرته د افغانستان د سولې هڅې کامیابېدای نه شي.

د روسي خبري اژانسونو د راپور له مخې، د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د طالبانو ګټې د افغانستان په خاوره کې دي.

روسیې د مسکو د غونډې په مهال هم ویلي و چې حاضره ده په امنیت شورا کې د هغې طرحې ملاتړ وکړي چې پر اساس یې طالبان د تروریستي ډلو له لیسته ایستل کېږي.

طالبانو هم په ځلونو له تور لیست څخه د وتلو، د خپلو بندیانو د خوشي کېدو او د امریکايي پوځیانو د وتلو غوښتنه کړې ده.

امریکا او د افغانستان حکومت د طالبانو له دې غوښتنو سره په هغه صورت کې موافق دي چې طالبان سولې ته غاړه کښېږدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *