د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

تاند- د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، د افغانستان د سولې په پروسه کې پرمختګ کېدای شي د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره د پاکستان د صدراعظم عمران خان د کتنې امکان برابر کړي.

قریشي له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې وویل، د قطر په دوحه کې د سولې په روانو خبرو کې پرمختګ شوی او نور پرمختګ د پاکستان او امریکا د مشرانو ترمنځ غونډې ته لار هوارولی شي.

قریشي همداراز وویل، د دوو هیوادونو مشران د سیمې په سوله او ثبات کې ژوره لېوالتیا لري.

له بلې خوا د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه نن /شنبه/ وویل، پاکستان د دې ترڅنګ چې د افغانستان د سولې او پخلاینې په بریالیتوب کې مثبت رول لوبوي، په افغانستان کې هرې نامتوقع پېښې ته تیاري لري.

جنرال باجوه په شمالي وزیرستان کې پر ډیورنډ کرښه د داواتوۍ په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو د پوستو د کتلو په مهال وویل«له همدې کبله پاکستان پوله د کټارو، ازغن سیم او د نویو پوستو او پوځي کلاوو په جوړولو مضبوطوي څو پوځیان په اغېزمن ډول پوله وساتي.»

پاکستاني چارواکو تېره میاشت هم ویلي و چې په افغانستان کې د خونړۍ کورنۍ جګړې احتمال شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *